نامنظمه کډوالي؛ د هغه ځوان کیسه چې له مرګه ژغورل شوی

بې‌وزلي، بې‌کاري او ناامني هغه لاملونه دي چې ګڼ شمېر افغان ځوانانو د نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړې ده.

په دې برخه کې هغه ځوانان چې زده‌کړې یې کړي هم د مناسب کار نه موندلو او بې‌کارۍ له کبله له ناقانوني لارو نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي.

حسین حیدري د هغو ځوانانو له ډلې یو دی چې ښه ژوند او روښانه راتلونکې ته د لاسرسي لپاره یې خپل درسونه په نیمه کې پرېښي او له خپلو ملګرو سره یې د نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړې ده.

د کډوالۍ پر لارې یې سختۍ، د دغې لارې په اوږدو کې د ځینو کډوالو ورکېدل، د هغه د ملګرو ژوند له لاسه ورکول او د قاچاقیانو له لوري سپکاوی د حسین لپاره یو تور خوب ګرځېدلی دی.

د حسین په وینا، د ایران او ترکیې تر منځ پوله کې یې یو شمېر ملګري د لوږې او تندې له کبله د لوړو غرو په لمنو کې له تلو پاتې شول او تراوسه یې په اړه خبر نشته.

له حسین سره د خبرو کولو په دوام هغه په ژور فکر کې ډوب شو. ښايي فکر به یې کاوه چې کېدای شي دی او ځینې نور ملګري یې څنګه د سیند له توپانه په امن کې پاتې شوي دي.

حسین د دغه ژور فکر په دوام وايي، په ترکیه کې له ۱۵ ورځو اوسېدو وروسته بالاخره د یونان پر لور روان شوی، هغه هم د یوې بادي کښتۍ په وسیله غواړي له سیند نه تېر شي.

د هغه په وینا، بادي کښتۍ یو ناڅاپه په سیند کې ودرېده او له کاره ولوېدله.

نوموړی وايي، په ټول سیند کې د ډوبېدو په اړه اندېښمن وو، خو په وینا یې، څو شېبې وروسته سمندري ځواکونه ور ورسېدل او دوی یې د ډوبېدو له ګواښه وژغورل.

حسین حیدري له څو ځله تګ‌راتګ وروسته بالاخره یوه اروپايي هېواد ته رسېدلی. هلته یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې، خو د سویډن چارواکیو له لوري ځکه رد شوې چې سن یې لوړ و.

هغه چې په ډېرې سختۍ سره سویډن ته رسېدلی و، حاضر نه دی چې بېرته خپل هېواد ته راستون شي او په پټه کار پیلوي.

بالاخره یوه ورځ د پولیسو له لوري نیول کېږي او د دوو میاشتو لپاره یې بندي کوي. د نوموړي په وینا، چېرته چې دوی ساتل کېدل، ډېر تنګ و او ان د اکسېجن نه لرلو له کبله په‌کې ځینو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

حسین چې له سویډن نه بېرته افغانستان ته را لېږل شوی وايي، ۸۵ سلنه کډوال چې د پناه اخیستو غوښتنلیک یې نه‌دی منل شوی، نه یوازې خپل برخلیک ته خواشیني دي، بلکې ډېری یې ځانونه هم وژني.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار باسط انصاري له سلام‌وطندار راډیو سره په خبرو کې ویلي، له نامنظمو لارو کډوالۍ هېڅکله هم اسانه نه وي او د کډوالو پر روحیې منفي اغېز کوي.

سره له دې چې له نامنظمو لارو کډوالي یو داسې ناورین دی چې په دې وروستیو کلونو کې زیات شوی، خو اړوندې ادارې تل په دې هڅه کې دي چې خلک د دا ډول لارو له ګواښونو نه خبر کړي.

د کډوالۍ د معلوماتي مرکز همغږي‌کوونکي سید شېرحسین هنریار سلام‌وطندار راډیو ته ویلي، دغې ادارې د نامنظمې کډوالۍ او د موخې هېوادونو ته له رسېدو وروسته د ناوړه پایلو په اړه په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په وینا، له همدې لارې یې هڅه کړې چې خلک د نامنظمې کډوالۍ د ګواښوونو او ستونزو په اړه وپوهوي، څو د قاچاقیانو د موخو ښکار ونه ګرځي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د مسوولانو څرګندونو له مخې، هغه کسان چې له ترکیې او اروپايي هېوادونو بېرته راګرځول کېږي، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM له‌خوا ورسره تر یوې کچې نغدي مرستې کېږي، څو وکولای شي د ځان لپاره پرې کاروبار جوړ کړي.

اړوند مطالب:

نامنظمه کډوالي؛ اروپايان او امريکايان د رشيدې لاسي صنایع پېري

نامنظمه کډوالي؛ هغه ځوان چې دوه شپې او ورځې په څاه کې و

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام