نامنظمه کډوالي؛ هغه قمار چې يوازې بايلونکی لري

که څه هم د کډوالۍ پدیده له ډېرو لرې کالو راهیسې د افغان وګړيو ترمنځ موجوده ده؛ خو په وروستیو درېیو لسیزو کې د ناامنیو او بې ثباتۍ زیاتېدو له کبله د کډوالو  کچه بې مخینې لوړه شوې ده.

اشرف یو له هغو ځوانانو دی چې په هېواد کې د امنیتي وضعیت بدتر کېدو له وېرې اړ شوی چې زرګونه ډوله خطرونه ومني، درانه لګښتونه پرې کړي؛ خو نامنظمې کډوالۍ ته اوږه ورکړي.

اشرف د خپلې نامنظمې کډوالۍ د ستونزو او غیر نورمال بهیر په اړه وايي چې هیله یې لرله د نړۍ یوه امن هېواد ته په کډه کولو سره د خپلو ماشومانو لپاره جسمي او رواني امنیت ترلاسه کړي؛ خو داسې ونه شول.

دا یوازې قاچاقيان نه دي چې مقصد یا بهرني هېوادونه د بېلابېلو ځوانانو تر سترګو رنګين خوبونه ورښيي، بلکې ځینې وختونه د مقصد هېواد په اړه په خپل ذهن کې د رنګيونو خوبونو انځور جوړول هم لامل کېږي چې ډېری کسان نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي.

اشرف کیسه کوي چې یو له ملګرو یې چې اوس هم په مسکو کې ژوند کوي، دی یې هڅولی ترڅو د نامنظمې کډوالۍ پرېکړه وکړي، لومړی مسکو او بیا له هغه ځایه کاناډا ته لاړ شي. نوموړی د خپل اوږده سفر د لګښتونو پوره کولو لپاره خپل کور ګرو کوي او د کور ټول لوښي لرګي په باز کې پلوري.

پښېماني د اشرف په تندي کې له ورایه ښکاري. وروسته له دې چې په روسیه کې یې ژوند تريخېږي، د خپلو خپلوانو په مرسته بېرته کابل ته راځي. اشرف اوس په کابل کې په دوکاندارۍ بوخت دی او د خپلې کورنۍ ترڅنګ ژوند تېروي.

د کډوالو د نړیوال سازمان یا IOM ویاند محمد حدیث پردېس وايي، دغه سازمان او نور هغه سازمانونه چې د کډوالو لپاره کار کوي، تل په دې هڅه کې دي چې د خپلو بېلابېلو پروګرامونو په عملي کولو سره د نامنظمې کډوالۍ مخه ونیسي.

د پردېس په خبره، د کډوالۍ نړیوال سازمان د بېرته راستنېدونکيو لپاره یو شمېر امتیازونه هم په پام کې نیولي دي.

د کډوالو وزارت د ملاتړ او حقوقي چارو رییس مرتضا رسولي هم وايي چې د هغو کډوالو لپاره لومړنۍ اساسي مرستې په پام کې نیول شوي چې د کډوالو له نړیوال سازمان سره تر راجسټر وروسته په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

له دې ټولو سره، په دې وروستیو کې د کډوالۍ بحران په نړیواله کچه پراخ اړخونه پیدا کړي او افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ګڼ شمېر اتباع یې د نامنظمې کډوالۍ په ټاکلو سره ځانونه د مرګ خولې ته ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام