زرګونه پناه‌غوښتونکي د ترکیې او اروپايي اتحادیې د سیاستونو ښکار شوي

که څه هم زرګونه پناه‌غوښتونکي له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې د یونان پر پوله پراته دي، خو د یاد هېواد دروازه تر اوسه د هغوی پر مخ تړلې ده.

د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې سیمه کې د کډوالو وضعیت سختېږي؛ کډوالو په وروستي مورد کې د پولیسو د ډزو په غبرګون کې د پولې کرښه وسوځوله.

یوشمېر کډوال له یوناني ځواکونو سره د ترکیې د پوله‌ساتو ځواکونو د نښتې خبر ورکوي، خو دا خبر تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.

هغه ویډیوګانې چې سلام‌وطندار ته رسېدلي، د یوناني ځواکونو له لوري ډزې او د اوښکوبهوونکي ګاز شیندل ښيي. کډوالو د دې کار په غبرګون کې د یونان پوله‌ساتي ځواکونو په تیږو ولي.

په دې ویډیو کې یوه ټپي شوې ښځه ښکاري چې نه یې د وضعیت ارزولو لپاره امبولانس شته او نه هم لومړني امکانات.

هغه تصویرونه چې کډوالو سلام‌وطندار ته رالېږلي، ښيي چې پولې ته د ترکیې نږدې روغتونونه له هغو کډوالو ډک دي چې له یوناني ځواکونو سره په نښتو کې ټپیان شوي یا هم د سړې هوا له کبله زیانمن شوي، لکه دا ښځه چې د نښتو په پایله کې یې ماشوم زیان کړی دی. خو تر اوسه د ټپي شویو کډوالو یا زیانمنو کسانو په اړه هېڅ ډول رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي.

کډوالو اوس د پولې په صفري برخه کې کيږدۍ وهلي او ظاهراً ښکاري چې اروپا ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

له کرونا وروسته د کډوالو ناورین

اروپايي اتحادیې ګواښ کړی چې د دغه هېواد پولې به د هغو کسانو لپاره خلاصې نه کړي چې اروپايي هېوادونو ته د تګ جواز ونه لري. اروپايي اتحادیې له کډوالو هم غوښتي چې د یونان پولې خوا ته ور نه شي؛ ځکه هېڅکله به یې پولې پر وړاندې خلاصې نه شي.

د ډېری پناه غوښتونکيو موخه المان دی؛ خو المان ويلي چې نور لکه ۲۰۱۵ له پرانيستو پولو سياست نه ملاتړ نه کوي.

الماني چارواکي هڅه کوي چې په يونان کې د پناه غوښتونکيو بحران سره مالي مرسته وکړي؛ خو تر اوسه د مرستو کچه معلومه نه ده او پر يادې موضوع بحث کوي.

ماشومان، تنکي ځوانان او کورنۍ ډېری د يونان په پوله له خطر سره مخ دي. د المان حکومت اروپا ته د کډوالو د بندیز له کلک ملاتړ سره سره بيا هم المان ويلي چې چمتو دي دې هېواد ته يو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان د کډوالۍ په موخه ورشي او دوی ورته چمتووالی نيولی دی.

په دې وروستيو ورځو کې د المان په هامبورګ او برلين کې د کډوالو په ملاتړ لاريونونه وشول. په يونان کې هم د تسالونيکي ښار اوسېدونکيو د يونان د پوله‌ساتو ساتونکيو له لوري د کډوالو د رټلو او وهل‌ډبلو په غبرګون کې لاريونونه وشول.

خو په تازه نظر پوښتنه کې ليدل کېږي چې د يونان له ۸۰ سلنه نه ډېرو وګړيو د کډوالو د بندیز په اړه د يونان د کډوالۍ له سياسته ملاتړ کړی دی.

اروپايي اتحاديه په دې باور ده چې کډوالو ته د پولو پرانيستل د ترکیې فشار ته تسلیمېدو معنا لري.

اروپا له ترکيې غوښتي چې د ۲۰۱۶ هوکړې ته ژمن و اوسي. د هغې هوکړې له مخې به ترکيه هر کال د اروپا له اتحاديې نه يو ميليارد ډالره اخلي چې کډوالو ته د اوسېدو ځای ورکوي؛ خو ترکيه بيا هم کډوال دې ته هڅوي چې د يونان پولې ته لاړ شي.

د یونان په پوله کې د کډوالو کړکېچ د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د اروپايي رسنيو دويم بحث دی.

د رسنيو له فشارونو سره سره تر اوسه پورې هېڅ د دې بحران حل لپاره لار نه ده لټول شوې. له دې سره روښانه نه ده چې تر کومه وخته پورې به کډوال د ترکيې او اروپايي اتحاديې سياسي لوبو کې بند پاتې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام