نامنظمه کډوالي؛ هغه ځوان چې ايران ته تر رسېدو وروسته بندي او بېرته هېواد ته راوګرځول شو

ضياالحق چې ۳۸ کاله عمر لري، د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د «تېرې» سيمې اوسېدونکی دی.

دی وايي، هېواد کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله اړ شو چې ایران ته په قاچاقي لارو د تلو هوډ وکړي؛ خو په نامنظمه کډوالۍ تګ یې لویه تېروتنه وه.

ضیاالحق سلام‌وطندار ته وویل، د انساني قاچاقيانو په خبرو غولېدلی او د لارې اوږدو کې د سفر پر مهال او ايران ته په ور رسېدو کې یې دومره ستونزې ولېدې چې هېڅ يې په اړه فکر هم نه و کړی.

هغه وویل، قاچاقي په اسانو او خوندي لارو ايران ته د رسولو ژمنه ورسره کړې وه، خو کله چې په نامنظمې کډوالۍ روانېږي، هرڅه برعکس کېږي.

ضياالحق وايي، ټول ۵۰ کسان وو او قاچاقي یوه پیکپ موټر کې چې ۵ کسان په کې ځایېږي، ۲۰ کسان ځای پر ځای کړل او د پاکستان د کراچۍ ښار د مملو لارې نه ايران ته واوښتل.

ضياالحق وايي، د ايران کرمان ښار ته تر رسېدو وروسته، د ایراني پولیسو له لوري نیول شوی او زندان کې تر وهلډبولو سربېره یې څو ورځې په نهاره تېرې کړې دي.

هغه وویل، کوم کسان چې په قاچاقي ډول ایران ته تللي او هلته مزدوري کوي، د کار خاوند له خوا یې خپل حق نه ورکول کېږي او د غږ اورېدو يې هم څوک نه وي.

ده وویل، بند کې له شکنجې وروسته په جبري توګه خپل هېواد ته ګرځول شوی او اوس له نورو ځوانانو غواړي، چې د  قاچاقيانو په غوړو خبرو تېر نه وځي.

پکتيا کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس عبیدالله مرهوني وايي، هڅه کوي چې کډوال په عزت او خوندي دول بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه وويل، سږ کال ايران او نورو سرحدي پولو نه ۱۹۱ کسان چې په نامنظمې کډوالۍ تللي وو، په انفرادي ډول پکتیا ته ستانه شوي او دوی یې اړونده موسسو ته ورپېژني.

په ورته وخت کې سويل ختيځ زون کې د کډوالۍ نړيوال سازمان یا IOM مشر اسحاق افغان سلام‌وطندار ته وویل، غزني، پکتيکا، خوست او پکتيا ولایتونو کې ډېری هغه کسان او په ځانګړې توګه تنکي ځوانان د انسان قاچاقيانو ښکار کېږي چې کليو او بانډو کې ژوند کوي.

هغه وايي، دوی هغو کسانو سره چې له سرحداتو را اوړي او يا تېرېږي د نامنظمې کډوالۍ پایلو په اړه معلومات شريک کړي دي.

سوېل ختيځ زون کې د کډوالۍ نړيوال سازمان یا IOM مشر زیاتوي چې تېرو ۴ مياشتو کې ۲۵ کسان له ايرانه په جبري ډول راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له افريقا وروسته اسيايي هېوادونو کې افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش هغه هېوادونه دي چې ډېری ځوانان یې خپلو هېوادونو کې د کاري زمینو د نشت له کبله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي چې د لارې اوږدو کې د ستونزو له زغملو سربېره، دغه پرېکړه ځینو ته ان د سر په بیه پرېوځي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام