
شاید کله مو هم د کابل پر سړکونو په اسماني رنګ سره ملي بسونه لیدلي وي چې پر سر یې لیکل شوي، «چهارمغز» او ماشومانو هم په دغو ملي بسونو کې د سپرېدو لپاره لیکې جوړې کړې وي.
هو! «چهارمغز» سیار کتابتون دی چې د ملي بسونو له لارې کتابونه کوڅو، ښوونځیو او روزنتونونو ته وړي.
د «چهارمغز» موخه کتاب سره د پخلاینې او د ماشومانو او زدهکوونکيو ترمنځ د نیوکې تفکر ترویج دی.
د «چهارمغز» بنسټ بنسټ اوېښودونکې فرشتې کریم انګلستان ته له کډوالۍ او افغانستان ته له بېرته راګرځېدو وروسته یو کال وړاندې د دغه بنسټ جوړولو په اړه فکر وکړ.
فرشته کریم سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړولو فکر یې هغه مهال پیل کړی، کله چې یې د کورنۍ ماشومانو سره کتابونه لوستل، خو دغه کار یې هغه مهال عملي کړ، کله چې یې د لندن اکسفورد پوهنتون کې لوړې زدهکړې پای ته ورسولې او بېرته کابل ته را وګرځېده.
نوموړې وايي، د چهارمغز کتابتون یې دوه کاله وړاندې په دوو بسونو سره پيل کړی چې دوه بسونه یې سیار کتابتونونه او یو یې هم ښوونیزه سینما ده چې دغه بسونه د کابل لوېديځ کې فعاله دي او نوي کال کې به دوه نور بسونه هم چمتو کړي چې نورو سيمو کې فعالیت وکړي.
د هغې په وینا، دغه بسونه د یوې هوکړې له مخې د کابل ښوونځیو ته ځي او زدهکوونکيو ته د ۴۵ دقیقو لپاره د کتاب لوستو زمینه برابروي.
فرشتې کریم زیاته کړه چې زدهکوونکي او تنکي ځوانان کولای شي، کتابونه په پور واخلي او له لوستو وروسته یې دغه کتابتون ته بېرته ورکړي.
نوموړې زیاتوي، کتاب د فهم او درک پر بنسټ زدهکوونوکيو ته ورکول کېږي او چهارمغز هم کتابونه د لوستو اصولو په بنسټ ترتیب کړي.
هغې وویل، دغه بنسټ هېواد دننه او بهر کې د ماشومانو د کتابونو خپرونکيو نه خپل کتابونه چمتو کوي.

د چهارمغز بنسټ اېښودونکې وايي، ملي بسونو کې ماشومانو ته داستانونه لولي او تېرو دوو کلونو کې یې له یو سل او دېرش زرو نه تر یو سل او څلوېښت زرو پورې مراجعه کوونکي درلودلي چې دغه بنسټ هڅه کوي تر راتلونکيو دوو کلونو پورې دغه کچه یو میلیون کسانو ته ورسوي.
نوموړې وايي، د ۱۳۹۹ کال پسرلي کې یې د ماشومانو لپاره نوي کتابونه چمتو کړي او راتلونکيو څو ورځو کې په پنځو بسونو سره د کابل کوڅو او ښوونځیو ته ځي.
د فرشتې کریم د کار ارزښت او درک لپاره مو د ګهواره ډلې غړي ذبیح مهدي سره خبرې وکړې.
دغه ډله هم د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې کار کوي او خپل کتابونه د چهارمغز سیار کتابتون په واک کې ورکوي.
مهدي سلاموطندار ته وايي، د چهارمغز سیار کتابتون د ماشومانو ترمنځ د کتاب لوستو فرهنګ ترویج کې مهم رول لري او د دغه کتابتون پیغام هم کتاب سره دوستي کول دي.
د هغه په وینا، افغانستان اوس مهال سلګونو کتابتونو ته اړتیا لري، ترڅو ماشومان کتاب لوستو سره مینه پیدا کړي او چهارمغز سیار کتابتون توانېدلی، د کیسو کتابونه په پراخه توګه د ماشومانو په واک کې ورکړي.
مهدي وايي، د چهارمغز سیار کتابتون له خوا د ګهواره ډلې د کتابونو وېشلو نه تود هرکلی شوی.
افغان دولت هم د نړیوالو او کورنیو بنسټونو په همغږۍ د «کډوالۍ معلوماتي مرکز» تر نوم لاندې له نامنظمې کډوالۍ نه د مخنیوي په موخه یو مرکز جوړ کړی.
دغه مرکز ځوانانو ته له منظمې لارې د کډوالۍ مشوره ورکوي، ترڅو د فرشتې کریم په څېر د مثبتو کارونو په رامنځ ته کولو وتوانېږي.
همداراز دغه مرکز هڅه کوي چې ځوانانو ته د بورسیو شرایط برابر کړي او نورو هېوادونو کې په مهاجرت او زدهکړو سره افغانانو ته خدمت وکړي.
د کډوالۍ د معلوماتي مرکز سلاکاره فریحه جبارخېل سلاموطندار ته وايي، د کډوالۍ او د نامنظمې کډوالۍ زیانونو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه سیمینارونه جوړوي.
د نوموړې په وینا، دغه مرکز ځوانانو ته د منظمې کډوالۍ او د کاري او تحصیلي فرصتونو په اړه مشوره او معلومات ورکوي.
جبارخېله وايي، دغه مرکز د ویزې، تحصیل او کار شرایطو له اړخه د ۴۵ هېوادونو معلومات راټول کړي دي.
د کډوالۍ بحران دې وروستیو کلونو کې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان لمن هم نیولې او تېرو پنځو کلونو کې میلیون افغان ځوانان د نامنظمې کډوالۍ له لارې اروپايي هېوادونو ته روان شوي دي.





