د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وايي، چې که پر ایران د لګول شويو بنديزونو د لرې کولو په اړه ټول غربي چارواکي مثبت رایې ورکړي، نو تر يوې مودې پورې به د دوی اقتصادي بندیزونه دوام ومومي.
د ويلو ده، چېد ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ وروستۍ پريکړې ته د رسېدو له پاره څه کم دوه اونۍ وخت پاتې دي.
لويديځ چارواکي د دغو بندیزونو موده لږ تر لږه یوه میاشت ښودلې.
د راپورونو پر بنسټ دوی، ځکه داسې بندیزونه لګولي، چې د امريکا ګانګرس د وروستي پريکړي له پاره وخت ورکړل شي.
نړېوال رويټرز خبري اژانس له لوري په خپور شوي راپور کې ويل شوي، ځينې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دوی ته ويلي، چې دا به د ایرانيانو له پاره ښه خبر نه وي.
د امريکا په کانګريس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي او دوی به تل د اوباما له پريکړو سره مخالفت کوي.
اوباما غواړي پر ایران لګول شوي بنديزونه لرې کړي، خو په ګانګریس کې مخالفين زيات دي او دا د نوموړي د پلان پرمخ د خنډ په توګه پېژندلی شو.
همدارنګه یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د امريکا د خبرو د منلو پرته بله لاره نه لري.