ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي اخر هم ټول ګنګوسي پای ته ورسول او د مینهوالو ترڅنګ یې بارسلونا فوټبال کلب ته زېری ورکړ، چې لهدې کلب سره به خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
د بارسلونا فوټبال کلب رسمي ټویټر پاڼې دمعلومات له مخې، د هسپانوي مخکښ بارسلونا کلب لوبغاړي لیونیل میسي پهدې کلب کې د پاتې کېدو هوکړه وکړه او د راتلونکیو ۴ کلونو لهپاره به د ۲۶۳ میلیونو پونډو په بدل کې لهدې کلب سره پاتې شي.
ویل کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ به نوی ۴ کلن تړون چې د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي؛ په راتلونکیو اوونیو کې لاسلیک شي.
میسي د تېرې جمعې په ورځ د ماشومتوب له محبوبې «انټونیلا» سره واده وکړ، چې اوسمهال د واده په رخصتیو بوخت دی.
دا لوبغاړی چې تېره میاشت ۳۰ کلن شو؛ د هسپانوي فوټبال کلب بارسلونا د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول وهونکې دی، چې تر دا مهاله یې په ۵۳۸ سیالیو کې ۵۰۷ ګولونه وهلي دي.
د ارجنټایني مشهور لوبغاړي لیونیل میسي په موجودیت کې بارسلونا فوټبال کلب تر اوسه ۴ ځلې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولي ګټلي دي.
دغه راز یاد کلب ۸ ځلې د هسپانیې لومړۍ لیکه «لالیګا» سیالیو اتلولۍ ګټلې دي او دغه راز میسي په ښکلو لوبو سره ۵ ځلې بارسلونا فوټبال کلب د هسپانیې حذفي جام (کوپا ډیل ری) اتلولۍ ته رسولی دی.
لیونیل میسي له ۲۰۰۵ کال راهیسي د هسپانوي فوټبال کلب بارسلونا سره لوبېږي، چې له یاد کلب سره په لوبېدو یې ۵ ځلې یې د ریکارډ په توګه د فوټبال نړۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړېده.
له بارسلونا سره د تړون پای ته رسېدو وروسته د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدونکې مانچسټرسیټي لوبډلې هم د لیونیل میسي په جلبولو کې لېوالتیا ښودلې وه؛ خو وروسته د یاد کلب اجرایوي مشر فیران سوریانو ومنله، چې پهدې برخه کې د دوی هڅې ناکامې وې.