مکنزي: د افغانستان په چارو کې د ايران لاسوهنه ډېره شوې

د امریکا د سنتکام مرکزي قومندانۍ قومندان، کنت مکنزي ویلي دي چې د افغانستان په چارو کې د ایران لاس‌وهنې ډېرې شوې دي چې له دې کاره اميکاريي سرتېري او متحدان يې ګواښېږي.

نوموړی چې په تازه‌ګۍ سره له افغانستانه ليدنه کړې او له هغو خبريالانو سره چې نوموړي سره په دې سفر کې ملګري وو ويلي، «ایران به افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو په لاس امریکايي او اېتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي.

مکنزي زياته کړې چې  داسې شواهد شته چې په افغانستان کې د ایران ډېرېدونکي فعالیتونه ښيي چې په افغانستان کې د اېتلافي او امریکايي ځواکونو لپاره خطرونه رامنځته کوي.

نوموړي ويلي، ایران تل تر یوه بریده د افغانستان په مسایلو کې منفي رول درلود، خو هغوی ښايي داسې یو فرصت لټوي چې د خپلو نیابتي ډلو په لاس هلته اېتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي چې دوی يې په اړه اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا د جدي مياشتې په ۱۳ نېټه د ايران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قومندان قاسم سليماني په يوه هوايي بريد کې وواژه چې په بدل کې ايران په عراق کې د امريکا پر نظامي اډې راکېټي بريدونه وکړل.

مکنزي دوه ورځې وړاندې په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مکنزي له ولسمشر سره په ليدنه کې جنرال کنت مکینزي تروریزم سره د مبارزې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې او د افغان ځواکونو وړتیاوې یې ستایلې دي.

بل لور ته د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر ویلي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره کابل کې د یوې لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان له ګاونډیانو سره د خپلو ګټو او د بهرني سیاست د واضح تعریف پر بنسټ مستقل روابط لري او هیله لري چې د همدې تعریف په رڼا کې یې له ایران سره هم اړیکي غښتلې شي.

اعلامیه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له قوله راغلي چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې، د افغانستان له برحاله نظام او نافذه قوانینو ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام