د بار او مسافر وړونکو موټرو شاوخوا ۳ زرو موټرچلوونکیو نن سهار د اعتراض په توګه د هرات ښار په میرداوود دروازه کې راټول شول او د هرات ـ کابل لویه لار یې وتړله.
معترضانو د دغه اقدام لامل د پولیسو له لوري د هرات ـ کندهار او دغه راز د فراه پر لویه لار له دوی باج اخیستل په ګوته کړل.
دوی وايي، څو ځله یې د هرات او فراه چارواکیو ته پهدې اړه شکایت کړی، خو تراوسه یې ستونزې نهدي حل شوي او تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې د یادو لارو له پولیسو سره جدي چلن نهوي شوی.
دوه معترضان شېراحمد او نصرتالدین وايي، په فراهرود بازار کې د پولیسو دوو پوستو، دغه راز د انتن او چکاب پوستو پولیس نه یوازې له دوی له زرو تر ۵ زرو افغانۍ باج اخلي، بلکې وهل ـ ډبول هم ورکوي.
موټرچلوونکي ادعا کوي چې پولیسو به مخکې یوازې شل افغانۍ اخیستې، خو اوس ترې تر ۵ زرو افغانیو غواړي.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، ټاکل شوې د امنیتي چارواکیو او معترضانو ترمنځ ګډه غونډه جوړه او وروسته د یادو پوستو له پولیسو سره جدي چلن وشي.
بلهخوا د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محبالله محب وايي، یاد ولایت ته پر غځېدلو لارو به شته پولیس وڅاري او له سرغړوونکیو سره به یې جدي چلن وکړي.
دا لومړی ځل نهدی چې موټر چلوونکي د هرات ـ کندهار پر لویه لار له پولیسو سر ټکوي، بلکې تر دې څو میاشتې وړاندې هم موټرچلوونکیو د ټرانسپورټ وزیر په حضور کې د پولیسو د باج اخیستو په اړه اعتراض کړی و.