کورنیو چارو وزارت وايي چې مولوي سمیعالله ریحان نن د جمعې لمانځه پرمهال د کابل نهمې حوزې اړوند په پکتیاکوټ سیمه کې د التقوا جومات په ممبر کې د چاودیدونکیو توکیو د چاودنې له امله له څوو نورو کسانو سره ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت فېسبوکپاڼه وايي چې پهدې چاودنې کې ۱۶ تنه نور هم ټپيان شويدي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، پولیس دا پېښه څېړي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
مولوي ریحان یو له هغو دیني عالمانو و چې د موجود نظام ملاتړ یې کولو او په ایتونو او احادیثو یې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او ناروا بلله او د افغان ځواکونو میړانه او دفاع یې جهاد بللو.
دی په یو خصوصي ټلوېزیون کې د دیني خپرونو چلوونکی هم و.
تراوسه کومې چا یا وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی.