د هلمند ولايتي شورا غړي او د موسی کلا ولسوالۍ مسؤلین وايي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ياد ولسوالۍ په ګاونډ کې دوو نورو امنيتي پوستو هم سقوط کړی او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې مېشت امنيتي ځواکونه او ملکي مامورين د وسله والو مخالفينو له لوري کلابند شوي دي.
دوی وايي، که هوايي او نور بېړني مرستې له افغان امنيتي ځواکونو سره ونه شي، نو دغه ولسوالي به سقوط وکړي.
موسی کلا د هلمند یو له هغو شمالي ولسواليو بلل کيږي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کې امنيتي ګواښونه زيات شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبادالله علیزايي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د دوشنبې په شپه د پولیسو او ملي اردو نورو امنيتي پوستو هم سقوط وکړ.
هغه وايي، چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او دې ولسوالۍ ته يې غځېدلې لویه لاره هم په بشپړه توګه تړلې دي.
د هغه په وينا، اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې خوراکي توکو، پوځي ملاتړ، مهمات او نورو بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري، چې دولت باید په دغه برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
له بل لوري د موسی کلا ولسوال محمد شريف خان وايي، چې ولسوالي په بشپړه توګه محاصره ده او د امنيتي ځواکونو مهمات هم خلاص شوي دي.
هغه زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو له مخې وسله وال مخالفين غواړي په نږدې راتلونکي کې یو بل لوی بريد ترسره کړي.
د موسی کلا ولسوال زیاتوي، چې دغه بريد به د وسله والو مخالفينو د درېيو قطعو له خوا وشي.
محمد شریف خان هم اوسمهال په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له پاره بېړني مرستې خورا اړينې بولي.
بل پلو دهلمند ولایت دامنیې قوماندانۍ د همږغۍ مرستیال محمداسماعیل هوتک وایي، چې په سیمه کې دامنیې قوماندانۍ قوماندان او د ملي اردو د قول اردو مشر او زیات شمېر نور سرتیري هم هلته میشت دي.
هغه وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې له موسی کلا ولسوالۍ سره د دوی اړيکې پرې شوې دي.
د هوتک په وینا، د کورنیو چارو وزارت په دې اړه بشپړ معلومات هم لري.
د نوموړي په خبره، ده لمند امنیه قوماندان له کورنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې ده، چې ښایي ستونزه به ژر تر ژره حل کړی شي.
هلمند کې د موسی کلا ولسوالۍ په داسې حال کې وسله والو طالبانو محاصره کړې، چې دوې ورځې وړاندې د ملي اردو پر یوې لويې امنیتي پوستې د برید په پایله کې شاوخوا۳۰ افغان ملي اردو سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.