د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل وايي چې طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته د روان کال په فبروري میاشت کې په منځنۍ کچه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۴ بریدونه کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د یادو بریدونو له کبله د ورځې لږترلږه ۲۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
فیصل وايي چې د سولې هوکړهلیک بریا د تاوتریخوالي له کموالي او د بینالافغاني خبرو اترو له پیل سره تړلې ده.
د اورکم اوونۍ د تېر کال په کب میاشت کې پیل او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک ـ د کب تر لسمې نېټې یې دوام وکړ. د یاد هوکړهلیک له لاسلیک نه دوه ورځې وروسته طالبانو پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د پیل خبر ورکړ.
دولت تل طالبان د یاد هوکړهلیک پر نقض تورن کړي او ویلي یې دي چې یاده ډله یادې ډلې د سولې هوکړهلیک له لاسلیک سره سم تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
طالبانو هم په ځینو برخو کې دولت د هوکړهلیک پر نقض تورن کړی او تر اوسه یې د ملي امنیت شورا د راپور په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، ټاکل شوې بینالافغاني خبرې اترې په جولای میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.