د ملي امنیت شورا دفتر ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې ۴۶ ملکیانو د طالبانو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.
ملي امنیت شورا نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې وسلهوالو طالبانو په تېره اوونۍ کې ۴۰۱ خوځښتونه کړي دي.
د ملي امنیت شورا د راپور له مخې، په تېره اوونۍ کې تر ټولو ډېره مرګژوبله په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې ملکي وګړیو ته اوښتې ده.
د ملکیانو د مرګژوبلې په ډېرېدو سره، ملي امنیت شورا طالب ډله د ژمنو پر ماتولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې یاده ډله په دا ډول بریدونو سره له ملکیانو قرباني اخلي.
طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا د دفتر راپور په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه غونډه کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېروالي نه ناخوښ دی.
نوموړي پرون په یوه غونډه کې چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ له لوري جوړه شوې وه ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده. په دې ویډیويي غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان سفیرانو هم ګډون کړی و.
د هغه په وینا، که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د تېر کال په پرتله سږ کال د امنیتي ځواکونو او ملکیانو مرګژوبله کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا په وروستۍ میاشت کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.