مفتي محمد نعيم: سخت دريزي مدرسې نه؛ بلکې واک لرونکي خوروي

د پاکستان د تر ټولو ستر دیني مرکز ( وفاق المدارس) مشر مفتي محمد نعيم په کلکه رد کړې، چې په سیمه کې د ترهګرۍ او سخت دریزۍ تور دې په دیني مدرسو نه پورې کيږي.

مفتي د سخت دریزۍ او ترهګرۍ د خپراوي اصلي عامل، د پاکستاني حکومت  واک لرونکې ډله په ګوته کړې ده.

بي بي سي اردو د کراچۍ ښار دځايي خبریال ریاض سهیل د یوې مرکې په حواله چې د وفاق المدارس له مشر مفتي محمد نعیم سره یې کړې؛ لیکلي چې دغه مرکز په پاکستان کې د مدرسو د راجستر کولو په څرنګوالي کلکې نیوکې لري.

پاکستاني حکومت د کورني امنیتي پلان د پالیسۍ له مخې په پاکستان کې دهغې مدرسو راجستر کولو لړۍ پيل کړې، چې په خپل سري توګه په دغه هیواد کې فعالیت کوي.

په پاکستان کې تر اوسه د هغې مدرسو چې په دیني برخو کې زدکړې ورکړي رسمي شمیره نه ده په ډاګه شوې خو د ځینو غیر رسمي سرچينو په قول په دغه هیواد کې د داسې مرکزونو شمیر لسګونه زرو ته رسيږي، چې په غیر رسمي دول فعالیت کوي.

په دغو مدرسو تور پورې کيږي، چې د اصلي دیني زدکړو پرځای طالبانو ته دسخت دریزۍ او( جهاد) روزنه ورکول کيږي.

په دغو مدرسو کې د زده کوونکو شمیر هم تر ۱۰۰ زرو لوړ ښودل کيږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان حکومتي چارواکو دکورني امنیتي پلان په اړه په ګډه غونډه کې د مدرسو د راجستر کولو په ځنډنۍ لړۍ هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې لا هم په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د وفاق المدارس او بنوریه ټاون مدرسې مشر مفتي محمد نعيم اوس په خپلې تازه مرکه کې د ترهګرۍ او سخت دریزۍ د خپراوي تور په پاکستاني ریاست پورې کړی.

مفتي په خپله مرکه کې د (ریاست) اصطلاح کارولې او د پاکستان په سیاسي ادبیاتو کې له ریاست څخه مقصد هغه ډله یا طبقه ده، چې دحکومتونو د پالیسۍ اصلي واګې دهغوي په لاس کې وي.

مفتي ويلي دي، چې د مدرسو راجستر او ثبت کولو سره مخالف نه دی خو د پاکستاني حکومت له هغه چلند سره مخالف دی، چې په دغه هیواد کې یې د مدرسو پر وړاندې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام