یوشمېر معلولان کابل کې د معیاري پلیولارو له نهموجودیته سرټکوي او وايي، همدا لامل دی چې د پلیولارو پرځای، پر سړکونو ګرځو.
د دوی په وینا، د کابل پلېلارې کوچنۍ، له اوبو ډکې او لوړې ژورې لري چې ډېرو برخو کې یې خلکو په خپل سر موانع هم ايښي او دوی له یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
معلولان وايي، کابلښاروالي د دوی ښاري ستونزو ته پام نهکوي او د خپلسرو پلیولارو پر جوړولو هم هېڅ نظارت نهلري.
یو معلول جانمحمد چې د پلازمېنې پلیولارو ستړی کړی وايي، حکومت او عامخلک معلولانو ته پام نهکوي. د نوموړي په وینا، پر پلیولارو د تګ اجازه نهورکول کېږي او که ور یې هم کړي، د موانعو له لاسه ورباندې نهشي ګرځېدای.
یو بل معلول فخرالدین هم له پلیولارو شکایت کوي او وايي، د دې پرځای چې خلک راسره د تګ پرمهال همکاري وکړي، لا مو هم توهینوي.
خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني که څه هم ښار کې دا ستونزه مني، خو پړه یې پر تېرو مسوولانو اچوي.
نوموړی وايي، پخوا د سړکونو او ودانیو جوړولو پرمهال یادې ستونزې ته پام نهو شوی، خو په وینا یې د جوړېدونکیو سړکونو پلان کې معیاري پلیولارو ته ځای ورکړل شوی چې په پلي کېدو سره به یې شته ستونزې څهناڅه حل شي.
دا پهداسې حال کې ده چې کابل ښاریانو تردې مخکې د پلیولارو نههوارۍ، پر یادو لارو او سړکونو د اوبو ډنډېدو، د سوالګرو زیاتوالي او د سړک پرسر د موټرو درولو په اړه شکایت درلود.