د ولسي جرګې ټاکنو له وروستي نوملړه لرې شوي معترض نوماندان وايي، د اعتراض خېمو ټولول یې د اعتراض پایته رسولو په مانا نهدی.
امنیتي ځواکونو نن (شنبه) سهار وختي د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د لرې شویو نوماندانو د اعتراض خېمې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته یې وهلې وې، ورټولې کړې.
خو اوس یوشمېر معترض نوماندان ټینګار کوي چې حق یې نهدی ورکړل شوی او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د بدخشان یوې معترضې نوماندې مریم کوفي پهدې اړه سلاموطندار ته وویل، حکومت هڅه کوي هېواد کې د ولسواکۍ غږ بند کړي.
نوموړې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په سیاسي او سلیقوي چلن تورنوي او ټینګار کوي چې اعتراض یې پایته نهدی رسېدلی او حکومت باید تر هر اقدام مخکې له نوملړه لرې شویو نوماندانو ته قناعت ورکړي.
په همدې حال کې کابل کې یو معترض نوماند قیس حسن وايي، امنیتي ځواکونو له معترضانو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کړی او په وینا یې د خېمو ټولولو پرمهال ۱۰ معترضان ټپیان شويدي.
نوموړی هم ټینګار کوي چې تر هغې یې غوښتنې منل شوي نهوي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.
د حسن په وینا، امنیتي ځواکونو نیمه شپه کې پر خیمو یرغل کړی او پر معترضانو یې اوښلن ګاز او وسلې کارولي او د موټرو ښیښې یې هم ماتې کړي دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړی عبدالعزیز ابراهېمي وايي، په روانه اوونۍ کې به د ټاکنو کمېسیون د ولايتي دفترونو له دروازو هم د معترضو نوماندانو خېمې ټولې شي.
د نوموړي په وینا، نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر، دغه راز په لوګر او کندوز ولایتونو کې هم د دې کمېسیون د ولایتي دفترونو له دروازو خېمې ټولې او کارکوونکیو کار پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د لرې شویو معترضو نوماندانو پلویانو لا هم په یوشمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د ولايتي دفترونو دروازې تړلي دي.