د تایلینډ په کوربتوب د مویتای په ۴م پړاو ځوانانو نړۍوالو سیالیو کې وروستي افغانلوبغاړي مشعل اسلامزي د سپینو زرو مډال او نایبه اتلولي ترلاسه کړه.
د افغانستان د مویتای فدراسیون د معلوماتو لهمخې، مشعل اسلامزي د سرو زرو مډال ګټلو لهپاره په فاینل لوبه کې له روسي سیال نه ماتې وخوړه او دویم مقام یې خپل کړ.
د اسلامزي په لوبې سره د سږ کال په ۴م پړاو مویتای نړۍوالو سیالیو کې د افغانلوبغاړیو لوبې پای ته ورسېدې چې افغانستان پهکې ۳ د برونز او یو د سپینو زرو مډال وګټلو.
د یادونې ده چې د روسي سیال لهخوا له ماتې مخکې مشعل اسلامزي په لومړیو ۳ سیالیو کې سریلانکایي، مالیزیایي او فیلیپیني سیالانو ته ماتې ورکړېوې او فاینل ته رسېدلي وو.
له ښاغلي اسلامزي مخکې د افغانستان دویم نرینه لوبغاړي شېرحسین عظیمي، کوثر شهرزاد او شکریې بهمني هم ښې لوبې وکړې؛ خو نیمه پایلوبې کې د ماتو له کبله یې د برونزو ۳ مډالونه وګټل.
د افغانستان مویتای فدراسیون د تایلینډ په کوربتوب د مویتای ځوانانو ۴م پړاو نړۍوالو سیالیو ته ۲ افغان لوبڅاران هم لېږلي وو چې په ځېنو سیالیو کې یې لوبڅاري وکړه.
د مویتای ځوانانو د ۴م پړاو سیالیو په څنګ کې د مویتای نړۍوال فیدراسیون لهخوا روزنیز سیمینار هم وشو چې د یاد فدراسیون د مشر ټاپسوان په شمول ورته د یاد فدراسیون د عمومي منشي او روزونکیو لهخوا په (وایکرو او موی بوران) روزنه ورکړل شوه.