مشرانو جرګې په نننۍ ( یکشنبې) عمومي غونډه کې په حکومت نیوکه وکړه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو ترسره کولو له پاره ژمنې کړي دي، خو عمل یې نه دی کړی.
دغه څرګندونې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار وکړې.
نوموړي له حکومته غوښتل، چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو نېټه اعلان کړي.
ایزدیار زیاته کړه، د حکومت څخه یې غوښتنه داده، چې د غوراوي کمېټه بشپړه کړي او د ټاکنیزو کمېسیونونو سمون چارې تر سره کړي.
مشرانو جرکه دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې جرګه کې د ولسوالیو شورا ګانو استازي نه شته او یواځې انتصابي او د ولایتي شورا ګانو استازي دي، چې د شورا نصاب یې هم له ستونزو سره مخ دی.
دغه راز د مشرانو جرګې غړي ګل احمد عظمي وویل، چې د ټاکنو ځنډول د ولسواکۍ وژنې او هغو ژمنو د مرګ په معنا دي، چې کلونه مخکې افغان حکومت چارواکو او نړیوالې ټولنې ولس ته ورکړې وې.
د مشرانو جرګې بل غړي ګل محمد رسولي ټینګار کاوه، چې د ټاکنو مهال وېش دې ژر اعلان شي او ټاکنې د ولسواکۍ د تحقق بنسټ دی.
نوموړي وویل، چې حکومت باید د نړیوالې ټولنې سیاسي او مالي ملاتړ تر لاسه کړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې استازې فریده کوچۍ وايي، چې په هېواد کې ناامنۍ زیاتې شوي دي او که ټاکنې ترسره شي، نو یواځې به په څو لویو ښارونو کې خلک رایې ته راشي او نور افغانان به له دغه قانوني حقه بې برخې پاتې شي.
نوموړي وویل، د ټاکنو مهاوېش اعلان ژر تر ژره امکان نه لري.
تردې وړاندې هم د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پریکړه شوې وه، که په څو ورځو کې د ټاکنو نېټه اعلان نشي، دوی به د ولسي جرګې له خوا د قوانینو په ورلېږل شویو طرحو بحث و نه کړي.