د مشرانو جرګې ځېنو وکیلانو نن (سه شنبه) په خپله عمومي غونډه کې د هلمند او نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښودله.
دوی د هلمند تر څنګ د فاریاب او بدخشان ولایتونو هم له ګواښ سره مخ دي او زیاته یې کړه، که دولت ورته پاملرنه زیاته نه کړي؛ د کندوز په شان به له خراب برخلیک سره مخ شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیا محمد عالم ایزدیار وویل، چې تېره ورځ ورته د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د کنډک قومندان زنګ وهلی و او ورته یې ویلي وو، چې دوی د خوراکي توکو د نشتوالي تر څنګ، پوره اندازه پوځي تجهیزات هم نه لري.
د ده پر وینا، کله چې د امنیتي ځواکونو یوه سرچېنه د خپلو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي، د دې مانا لري، چې ډېر اړ شوی ده.
ایزدیار پر حکومت غږ وکړ، چې د هلمند امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېدونکي دي او که پاملرنه ورته ډېره نه شي؛ ولس به له سختې ورځې تېښتې ته اړ شي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې بل غړي جمعه الدین ګیانوال، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له الوتکو ناستې او د داعش دراښکته کېدلو خبره کوي. ګیانوال وايي، دوه شپې مخکې په سره رود ولسوالۍ کې دوه ناپېژاندو الوتکو ناسته کړې.
دی زیاتوي، چې له دغو الوتکو د داعش وسله کسان ښکته کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پرون (دوشنبه، د ډسمبرپه ۲۱مه) یوې خبري غونډې ته وویل، چې په ننګرهار کې له داعش سره په هرو لسو جنګیالیو کې ۷ بهرنیان دي، چې د حکومت پر ضد جنګېږي.
وزیري ویلي وو، چې په نورو سیمو کې د طالبانو سره له ۳ نیولې تر ۶ تنو پورې بهرنیان ملګري دي، چې پنجابیان، ازبکان، تاجکان، غوریان، عربان او چیچنیان هم ورسره دي او داعش سره په ننګرهار کې کاملا اورکزي دي، چې جګړه کې هم ورسره برخه اخلي.
سناتور ګیانوال ګومان کوي، چې په سره رود کې ناستې الوتکې به هم د بهرنیانو، په ځانګړي توګه د امریکانو وي. ګیانوال پر حکومت غږ وکړ، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او دا هم معلومه کړي، چې د کوم قانون له مخې ناپېژندل شوې الوتکې د افغانستان حریم ته داخلېږي او د ترهګریزو فعالیتونو له پاره اجازه ورکول کېږي.
د دې جرګې د نورستان ولایت سناتور عبدالطیف نهضت یار هم د داعش او طالب له نفوذ نه اندېښنه څرګنده کړه.
ده همداراز وویل، چې د نورستان ولایت په بېلابېلو سیمو کې خلک د داعش او طالب له خوا په زور مهاجرت ته اړ کېږي. دوی له دولت نه د دا ډول پېښو د مخینوي غوښتنه کوي.
په همدې اړه عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي وو، چې د هلمند د امنیتي وضعې کنټرول په موخه یې تېره ورځ له ولسمشر او امنیتي چارواکو سره د هلمند بېړنۍ غونډه رابللې وه.
عبدالله همداراز ویلي وو، پریکړه شوې، چې د هلمند ولایت امنیتي وضعې کنټرول له پاره دې له ټولو لارو چارو کار واخیستل شي.