د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، ټاکل شوې، صلاح الدین رباني د مسکو د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په رسمي بلنه سبا د (فېبرورۍ پر ۶مه) روسیې ته لاړ شي.
د مستغني په خبره، رباني به په دې سفر کې له خپل سیال سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ او نشه یي توکبو پر ضد مبارزې، امنیتي، تخنیکي، اقتصادي او په سوداګریزو مسایلو خبري وکړي.
مستغني سلاموطندار ته وویل، په دې دوه ورځني سفر کې به د بهرنيو چارو وزیر خپل روسي سیال سره د هغه هېواد او طالبانو په اړیکو او په نړیوالو غونډو کې له یو بله د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی فدا محمد نظري د دې سفر اړه وايي، ترهغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه پالیسي روښانه نه کړي؛ مسکو او امریکا د افغانستان په برخه کې هوکړې ته ونه رسېږي، د افغان حکومت د چارواکیو له لاسه هېڅ هم نه کېږي.
نظري وايي، امریکا ته د کابل له حده زیات نږدېوالی د افغانستان په اړه د سیمهییزې اجماع د خنډ لامل شوی او په ورته وخت کې طالبان په دې توانېدلي، چې ځان ته سیمهییزه اجماع جوړه کړي.
دی وايي، د حکومت مشرانو تر منځ نه همغږي بل هغه لامل دی، چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو شکونه لا زیات شوي.
د سیاسي چارو بل څېړونکی لطیف نظري بیا وايي، په دې حساسو شرایطو کې مسکو ته د رباني سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد زمینه برابروي.
دی وايي، د کابل حکومت له مسکو سره د رغنیزو خبرو اترو په وسیله کولی شي، چې د سیاسي او امنیتي حالت له خرابوالی مخنیوی وکړي.
نظري وايي، د افغانستان حالت د ټرمپ او پوتین حکومتونو د اړیکو څرنګوالي پورې تړاو لري.
د افغانستان د بهرینو چارو وزیر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل ـ مسکو اړیکو کې ټرینګلتیا لید کېږي.
له بل لوري د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته روسیې د افغان حکومت چارواکي وربللي نه وو او د مسکو دې چارې د افغان حکومت تند غبرګون راوپارولو.