ځېنې مدني فعالانو په لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو ګولیو ویشتلو په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغه مدني فعالان وايي، چې مدني خوځښت د خلکو حق دی او په لاریون کوونکو د پولیسو له لوري ګولۍ ویشتل د توجیې وړ نه دي.
تېره ورځ کابل کې لسګونه زره لاریون کوونکو په زابل کې د ۷ برمته شویو مسافرو د سرپریکولو په اعتراض پراخ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو جنازې د ارګ مخې ته وروړې، "حکومت یې په ناغېړۍ او له جنایت کوونکو طالبانو په ملاتړ تورن کړ".
کله چې لاریون کوونکو هڅه وکړه، د ارګ سیمې ته ور د ننه شي، د ارګ ساتونکو هوايي ګولۍ وویشتلې او ۱۰ تنه لاریون کوونکي ټپیان شول.
حکومتي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو د خلکو تیت پرک کولو له پاره ګولۍ ویشتلي دي، خو ځېنې لاریون کوونکي د ګولېو مخامخ ویشتو له امله ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې د کابل پولیسو تېره شپه ارګ ته غځېدلې لارې تړلې وې او ښاریانو ته یې د دې اجازه نه ورکوله، چې لاریون کوونکو ته ډوډۍ او د اغوستلو توکي ور وړي.
مدني فعال عبدالله احمدي چې د تېرې ورځ په لاریون کې هم ګډون کړی و، وايي، چې دغه یو مدني حرکت و او لاریون کوونکو هیڅ ډول نافرماني ونه کړه.
د ده په باور امنیتي ځواکونو له دې کبله په لاریون کوونکو ګولۍ وویشتلې، چې له مدني حرکت څخه په وېره کې وو.
احمدي وايي، په ګولیو ځواب د ولسواکۍ او بیان ازادۍ له پاره ښه نه دي.
بل مدني فعال احمد شاه ستانکزی امنیتي ځواکونه په تاوتریخوالي او مدني حرکتونو څرنګوالي په اړه په نه پوهاوي تورنه وي او وايي، چې حکومت په دې اندازې پراخ ولسي حرکت سره د مخامخ کېدو چمتووالی نه درلود.
په ورته وخت کې اجرایه رییس عبدالله نن په یوې خبري غونډه کې د امنیتي ځواکونو د ګولیو ویشتلو توجیې په اړه وویل، چې ځېنې لاریون کوونکو ناقانونه حرکتونه وکړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي، چې امنیتي ځواکونو ارګ ته د لاریون کوونکو د ناقانونه ورننه کېدو د مخنیوي له پاره ګولۍ ویشتلي دي.
د هاشمي په خبره، امنیتي ځواکونو د امنیتي تهدیدنو سره سره د لاریون کوونکو امنیت یې په سم ډول خوندي کړی وو.
لاریون کوونکو تېره شپه دشت برچي ته د جسدونو په وړلو سره اعتراض پای ته ورساوه.