دغو مدني فعلانو نن کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل، چې د د همزنګ خونړي برید شهیدانو په نوم دې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوی څلی جوړ او د ټولو شهیدانو نومونه دې پرې ولیکل شي.
دوی پر هزاره توکومو وروڼو غږ وکړ، چې د ولسمشر هغه فرمان دې رد کړي، چې د د همزنګ چوک یې د شهیدانو پر نوم نومولی دی، ځکه پروینایې دغه چوک وړاندې د وکیل غازي حضرت نورستاني په نوم نومول شوی دی.
د پنچشنبې په ورځ کابل کې اعتراضیه غونډه کې یو شمېر مدني فعالانو پر ولسمشر تور پور کړ، چې د دهمزنګ د پېښې څېر پروکړو سره د قومونو ترمنځ یوالی له منځه وړي.
دغه راز، دوی زیاته کړه، چې په ارګ کې د شته قومونو مشرانو د ولس په برخلیک لوبې کوي.
غونډه کې مدني فعال عطاالله حیران د د همزنګ پېښه یوازې پر یو قوم پورې تړاو نه لري، بلکې پر وینا یې دا پېښه د ټولو قومونو ګډ غم وباله او باید په جدي توګه وڅېړل شي.
ښاغلي حیران پر هزاره وروڼو غږ وکړ چې د دهمزنګ چوک په اړه د ولسمشر قومي تعصوبونو ته لمن وهلو فرمان ته رد ځواب ورکړي.
ښاغلي حیران له قومي مشرانو سره په دې غونډه کې حکومت ته تر راتلونکې دوشنبې ورځې وخت ورکړ، چې صادر کړی فرمان دې رد کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې که حکومت پر صادر کړي فرمان غور ونه کړي دوی به د تاریخ پوهانو لویه غونډه را وبولي.
حیران وايي چې له دې وروسته نه باید ولسمشر غني خپلو سیاسي سجده سهو ته دوام ورکړي ځکه پر وینا یې که دې کار ته دوام ورکړي ددغو ستونزې هواري په موخه دې، یا لویه جرګه را غوښتل شي یا دې هم صحنې ته اجرایوي رېیس عبدالله عبدالله رامخته او خپله وړتیا دې ولس ته په ډګه کړي.
جوړې شوې اعتراضیه غونډې ته قومي مشر حاجي صبور بیا یو بل وړاندیز کوي او وايي، چې د دې شهیدانو په نوم دې یو ښار ګوټی جوړشي.
ده وویل چې د دهمزنګ چوک د روښنایۍ غورځنګ د شهیدانو په نوم نومول د قومونو ترمنځ واټن رامنځته کوي چې پرخبره یې باید د دغو شهیدانو ته درناوی او یو بل ځای یې په نوم شي.
حاجي صبور د ولسمشر دغې پرېکړې ته د د سیسې په سترګه ګوري او وايي، چې دغه نومونه لا له وړاندې پلان شوی، چې د قومونو ترمنځ یوالي له منځه یوسي.