مدني فعالانو کابل کې د اعتراض په ډول کفنونه واغوستل

د کابل ښار پولې محمود خان ته څېرمه یوشمېر مدني فعالانو په کفن کې ځانونه پټ کړي وو او د دوی په وینا د سولې د ناکام بهېر غندنه یې وکړه.

اعتراض کوونکي ادعا کوله،  چې په تېرو ۱۵ کالنوکې د سولې چغې پورته کیږي، خو بیا هم د افغانانو وینې روانې دي.

دوی وویل، د سولې په برخه کې  سلګونه میلیونه ډالره ولګول شول، خو پایله یې هیڅ ده.

اعتراض کوونکو طالبان د پاکستان دلاس اله وبلل او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې پر پاکستان د سولې په برخه کې فشار واچوي.

د سړک پرسر ولاړو اعتراض کوونکو مخونه پټ، د مړو تمثیل یې کاوه، او په لاسونه کې یې شعارونه نیولي وو، چې " د افغان امنیتي ځواکونو ته درناوی لرو، طالب د پخلاینې دوښمن دی، د سولې عالي شورا د سولې په راوستو کې ناکامه ده، پاکستان د ترهګرو مهربانه مور او قاتل دی او له دغه هیواد سره دوستي باطله ده."

اعتراض کوونکو په پای کې یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې په هغې کې راغلي، د سولې خبري اتري کومه پایله نه لري او یوازي د ولس او افغان دولت د وخت ضایع کول دي.

دوی له دولت نه وغوښتل، چې د ترهګرو ډلو پر ضد  له جدي او لازم قاطعیت نه کار واخلي، ترڅو دغه ډلي د زور له لارې سولې ته غاړه کیږدي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام