د حکومت اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق د پنجشنبې په ورځ کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محلصینو فراغت مراسمو کې وویل، چې داعش له فکري او پوځي پلوه د اسلام پر ضد ولاړ دی.
محقق ټولې نړۍ او اسلام ته د داعش طرحې خپرول خطرناک وبلله.
نوموړي انديښنه وښوده، چې افغان امنیتي ځواکونو داعش ته ماتې ورکړې، خو د داعشي فکرونو او افراطیت کابو کولو پروړاندې افغانستان تش لاسی دی.
هغه وویل: " هره ورځ لسګونه کسان د داعش پروړاندې د پولیسو په لیکو کې شهیدانيږي او ملکي وګړي هم قرباني کیږي د جګړې له اړخه ددې ډلې پر ضد کلک ولاړ یو، خو د دوښمن فکري مقاومت او فرهنګي مبارزې په اړه مو لاس خالي دی."
محقق زیاتوي، د اسلام دوښمنانو په اسلامي هېوادو کې د افراطیت څوکلن پروګرامونه طرحه کړي، خو افغانستان یې پروړاندې هېڅ فکر نه دی کړی.
هغه وايي، چې د داعش ډله د خلکو په منځ کې نفاق، جوماتونو او پوهنتونونو کې افراطیت تبلیغوي، چې خپلو موخو ته ورسیږي.
دی وايي، القاعده او طالبانو هېڅ وخت شیعیهګان د اسلام دوښمنان نه دي بللي، خو داعش ډله شیعیه ګانو ته کافر او بې دینه وایي.