هر سهار، چې له کوره راوځو، سر مو د ځمکې پر لور ښکته نیولی وي او خپل هر قدم په پام سره څارو. د سندرغاړي «محسن نامجو» په قول، قدم، په قدم د خولې د اوبو له روان سېلاب سره مخېږو. په پلې لاره، باغ، باغچې، پارک او بلاخره په هر ځای کې په ځمکه له پرتو شنو «لاړو» نه داسې معلومېږي، چې له دې ځایه څوک تېر شوی وي.
ډېر افغانان پر بېلابېلو نشه يي توکو روږدې دي. یو له مشهورو نشيي توکو نه، چې زموږ په ټولنه کې پخه مخینه لري؛ ناس یا نسوار دي. یو له هغو شنو لاړو نه چې په لارو او ډېرو ځایونو کې پر ځمکه پرتې وې، همدا شنه نسوار دي. د نسوارو عمل دومره زیات دی، چې په هر کور کې د نسوارو تفداني شته او هر کور ته ورغلی مېلمه په کې په ارامۍ سره نسوار تف کولی شي.
نسوارو او تفدانۍ په تاریخي لحاظ هم د افغانستان په سیاسي مناسباتو کې ځانګړی رول لوبولی دی. په دویم نړیوال جنګ «افغان ـ انگلیس» کې دوست محمد خان خپل زوی محمد اکبرخان ته د نسوارو ډبی او عینکې د نښې په توګه لېږلې وې، چې له جنګ نه وګرځي شي.
لاړو «توف» زموږ اوسني سیاسي فرهنګ ته هم لاره کړې ده. د ملي یو والي حکومت د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د لیندۍ د شلمې (لاریون) پر شپې وویل، چې خلکو د ځېنو معترضانو پر مخ لاړې توف کړې او بیا راغلي دي، وايي، ارګ، مرګ، مرګ ارګ. همدارنګه محقق له یو خصوصي ټلوېزیون ته ویلي وو، چې د المان دولت د ۷۰ زره کسانو د قبلولو خبره کړې وه، خو اوس یې خپلې لاړې بېرته خوړلې دي، هغوی حق نه لري، چې کډوال بېرته وباسي.
ځينې ښاریان بیا له لياړو یا لاړو په سياسي ښکنځلو کې هم کار اخلي. که چېرې د لړم میاشتې ۲۰ نيټې لاریون ته بېرته وګرځو، نو د معترضانو یو له شعارونو یو دا وو، چې هیڅوک هم نه شي کولی، چې د خلکو مخه ونیسي، ځکه که په لاريون کې هر ګډون کوونکی یو ځل پر ارګ لاړې ور تو کړي، نو ارګ به سیلاب یوسي.
زموږ د ټولنې په ځينو ځايونو کې د لاړو اچول د "شفا" ورکولو له فرهنګ سره هم تړل شوی دی. ځينې تعویذ ليکونکي، چې په ښارونو په ځانګړي ډول په کليو کې اوسيږي د ناروغ په خوله کې لاړې اچوي او په دې عقیده دي، چې ګوندې د دوی لاړې ناروغ ته روغ صحت ور په برخه کوي،چې دا بیا ډېر اوږد تاریخي داستان لري.
نه باید "پاستوریزه" لاړې له یاده وباسو. هدف هماغه د نسوارو لاړې دي، چې په اصطلاح اوسنیو وختو کې ورته "پان" وايي. واړه بالښتونه، چې د نسوارو اصلي څېره پوخي او په مستقیم ډول د ځوانانو د شونډو لاندې ځای نیسي.
هغه لاړې، چې د دغو بالښتونو په نتیجه کې منځ ته راځي په دې وروستیو کې ډير رواج شوي او احتمالاً د ښوونځيو او پوهنتونونو مخونه ترې ډکې وي.
لاړې اچول هم فصلي دي؛ د ښاریانو په وینا، د دغو لاړو فصلي اچول د اب و هوا د بد وضعیت سره تړاو لري.
په ژمي کې هغه دودونه، چې د بخاريو له نلکو او د ښاري موټر له سلنسرونو راوځي سره یوځای کيږي او د کابل ښار ککړوي.
په ژمي کې، چې په سمه توګه لمر ځمکې ته نه رسيږي، نو د دودونو، غبارونو ذرات سره يوځای شي او دغه ذرات د کابل پر سطحې تر يوې مودې حاکم شي.
دغه له ګردونو ډک ذرات، چې سره یوځای شي، نو خلک لاړې اچولو ته مجبوروي.
اوس که فرض کړو د پلازمينې کابل ۵ میليونه جمعیت، هر یو يې یواځې د ورځې يو وارې په عمومي ځايونو کې لاړې تو کړي؛ نو نتیجه به يې څه وي؟