لویې څارنوالۍ د ټاکنو ۱۹۱ قضیې څېړلې ‌دي

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې له ټاکنو تر اوسه لویې څارنوالۍ ۱۹۱ ټاکنیزې قضیې څېړلې دي.

د ښاغلي رسولي په وینا، ۳۵ قضیې د کابل حوزې او ۱۵۶ قضیې له نورو ولایتونو ثبت شوې‌‌دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د دې قضیو په اړه ۴۹۵ تورن او مظنون کسان نیول شوي‌دي.

د تېر لمریز کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې د ولسي جرګې ټاکنې له ډېرو جنجالونو ډکې وې. د ولسي جرګې د وروستیو پایلو په اړه اعتراضونه تر اوسه پای ته نه‌دي رسېدلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام