لویه څارنوالي: ۷۰۰ میلیونه افغانۍ او ۴۰۰ میلیونه ډالر مو دولت ته لېږدولې دي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې دوی د خپلو شپو او ورځو د کارونو نتیجه تر لاسه کړې او تر اوسه يې له ۷۰۰ میلیونو افغانیو زیاتې او شاوخوا ۴۰۰ میلیونو ډالر د دولت خزانې ته لېږدولې دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د پورته مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د شاوخوا یوه کال راهیسې د قضایي او عدلي مرکز څارنوالانو له دې سره ـ سره د نږدې ۲۰۰ میلویونه افغانیو او له ۳ میلیونه ډالرو د زیاتو پیسو د حیف‌و میل مخنیوی هم کړی.

د لویې څارنوالۍ ویاند همدا ډول زیاته کړه، چې د عدلي او قضایي مرکز اړوندې محکمې د شاوخوا ۳۵ جریبو ځمکو د غصب مخینوی او دولت ته يې بېرته مصادره کړې ده.

د یادې څارنوالۍ د چارواکو پر خبره، د عدلي او قضایي مرکز د کار له پیل نه تراوسه د دې مرکز اړوند محکمې د ۷ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو د مصادرې حکم هم صادر کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام