د لوکر د مرکز پل علم خوښۍ ، بره کي برک، ازرې او محمداغې ولسوالیو معلولین وایي، چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې یې میاشتنۍ تنخوا ګانې نه دي اخیستي.
له دې ډلې نن پنجشنبه سلګونو کسانو د لوګر د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مخې ته اعتراضیه غونډه کړې وه.
معترضو معلولینو له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې میاشتنۍ تنخوا ګانې یې ورکړي اودغه راز، د دوی په نوم شوي مرستې پر مستحقو کسانو وویشي.
د دغو اعتراض کوونکو له ډلې يو تن د اختر محمد په نوم وايي، چې دی د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې يې تنخوا نه ده اخیستې.
همدارنګه عبدالملک د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی بیا وايي، چې د کلونو کلونو راهیسې يې خپل د معلولیت پيسې نه دي اخیستي.
دغو کسانو دعوه وکړه، هر هغه څوک چې واسطه ولري کارونه یې چټک وي او څوک چې واسطه ونه لري د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست ته یې نږدې هم نه ورپریږدي.
بل لور ته د لوګر د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس طاهر شاه بلال هم سلام وطندار ته ومنله چې له تیرو څلور کالونو راهیسې یې ددغه ولایت یوشمیر ولسوالیو د معلولینو میاشتنۍ تنخوا له اړخه ۳۰۰ میلونه افغانۍ پر دولت پاتې ده.
بلال زیاته کړه، په دې اړه وزارت ډاډ ورکړی چې تر راتلوونکو درېيو میاشتو پورې به د دوی ټولې ستونزې حل او پاتې پیسې به ورکړي.
هغه وايي، چې د لوګر د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې هیڅ ډول فساد نه شته، بلکې د بانکي کارتونو او دغه راز د دولتي بودیجې د کموالي له امله د لوګر د معلولینو میاشتنۍ تنخوا پاتې دي.
خو د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته بیا وویل، چې ولایتي ادارې په دې اړه یو ګډ پلاوی ټاکلی چې ژر تر ژره د لوګرد معلولینو ستونزې په نښه او د حل یوه کره لاره ورته ولټوي.
صالح د لوګر په کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو ریاست کې د فساد تورونه په کلکه رد کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره میاشت د افغانستان د کار، ټولینزو چارو، شهیدانو اومعلولینو وزیرې نسرین اوریاخیل د لوګر معلولینو ته ډاډ ورکړ، چې ډير ژر به یې د خپلو حقونو سربیره د سرپناه له پاره ځمکه ورکړي او د کارغم به یې هم وخوري.