د لوګر مرګز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې پهدې وروستیو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوېدي.
دوی زیاتوي چې په تېرو درېیوو میاشتو کې ناپېژندو وسلهوالو له ۲۰ زیات قومي مشران، پخواني جهادي قوماندانان او مخور کسان وژلي او لسګونه کورنۍ یې کډهکېدو ته اړې کړې دي.
مدني فعالان محمدالیاس او زاهدالله سلام وطندار ته وویل چې په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې په رڼا ورځ هدفي وژنې کېږي؛ خو دولت یې د قاتلانو د نیول پرځای یوازې شمېرې خپروي.
دوی همداراز وايي چې بریدګر تر دېره په موټر سایکل سپاره په منډه راځي؛ خلک وژني او تښتي، پهداسې حال کې چې د پېښې په ځای کې تر ډېره امینتي پوستې او تالاشیانې هم موجودې وي.
مدني فعالان د هدفي وژنو پېښو زیاتوالي لامل د امنتي ځواکونو بېپروايي او د خپلسرو وسلهوالو موجودیت بولي.
د لوګر مدني فعالانو له حکومته وغوښتل چې د هدفي وژنو مخه ونیسي. دوی تور پورې کړ چې حکومت د هدفي وژنو د قاتلانو په نیولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.
د لوګر ولایتي شورا رییس حسیبالله ستانکزی هم د خلکو اندېښنې پرځای بولي، وایي چې د پخوا په پرتله د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوي او حکومت یې په اړه چوپه خوله پاتې دی.
ښاغلي ستانکزي له ټولو امنتي مسوولانو وغوښتل چې په لوګر کې دې د ورستیو ناامنیو او هدفي وژنو مخنیوی وکړي.
د لوګر د والي ویاند سیلمصالح هم مني چې پهدې ولایت کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي.
ښاغلي صالح زیاته کړه چې د مرکز او نورو ولسوالیو په پرتله په محمداغې ولسوالۍ کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې دي.
دی وایي، په وروستیو څو اوونیو کې ناپېژندو وسلهوالو زیات قومي مشران او جهادي قوماندانان وژلي او خپله تښتېدلي.
هغه زیاته کړه، امنتي ځواکونه هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وکړي؛ خو کهچېرې خلک له امنیتي ځواکونو سره مرسته ونهکړي؛ د دا ډول پېښو مخنیوی ستونزمن دی.
لوګر څه ناڅه ناامنه ولایت دی چې پر هدفي وژنو سربېره یې سږکال سلګونه کورنۍ د ناامنیو له امله پلازمېنې کابل ته ګډه شوېدي.