لوګر او پکتيا کې د طالبانو بريدونه؛ ۹ د ملي اردو سرتېري او ۳ ملکيان وژل شوي

د لوګر د والي وياند ديدار احمد لونګ وايي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د ملي اردو پر یوې امنيتي پوستې ډله‌ییز برید کړی چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.

لونګ سلام وطندار ته وویل دغه برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده خو کره شمېرې يې نه لري.

د يوه بل خبر له مخې د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د روحاني بابا اړوند د فخرې سیمه کې د طالبانو په ي،ه راکېټي برید کې د یوې کورنۍ دوه ښځې، یو ماشوم وژل شوي او یوه مېرمن او دوه ماشومان ټپیان شوي.

د پکتیا د والي ویاند وایي، مرګ‌ژوبله هغه وخت ملکیانو ته اوښتې چې وسله‌والو طالبانو پر امنیتي سرتېرو بریدونه کول چې په پایله کې د طالبانو له لوري توغول شوی هاوان په يوه کور لګېدلی او ياده مرګ‌ژوبله په کې واوښته.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام