لوړو زده‌کړو وزارت سره د سویس یومف پوهنتون لانجه

په کابل کې د سویس یومف پوهنتون مسوولان وايي، لوړو زده‌کړو وزارت ورسره عقده‌يي او مغرضانه چلند کوي.      

د هغوی په خبره، د سویس یومف پوهنتون په ۱۳۹۲ کال کې له افغانستان له لوړو زده‌‌کړو وزارته د فعالیت جواز ترلاسه کړی خو دغه وزارت دوه کاله وړاندې کابل کې د دې پوهنتون فعالیت ناقانونه وباله.

خو د سترې محکمې له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دغه پوهنتون کابل کې په قانوني ډول فعالیت کوي.

افغانستان کې د یومف سویس پوهنتون مسوول نیک‌مل وايي، وروسته له دې چې ثابته شوه کابل کې د دغه پوهنتون فعالیت ناقانونه نه دی د سترې محکمې له لوري د دوسيې نه دوران فرمان صادر شو، خو ځېنو کسانو بیا اوازې تیتې کړې.

نیک‌مل زیاتوي، سره له دې چې د هغوی دوسیه سترې محکمې ته راجع شوې، خو لوړو زده‌کړو وزارت بیا هم په دې دوسیه کې لاسوهنه وکړه او ویې ویل چې دې پوهنتون له قانون نه سرغړونه کړې‌ده.

له ډېرو اړیکو سربېره بیا هم بریالي نشو، چې د سویس یومف پوهنتون ادعاوو په اړه د لوړو زده‌کړو وزارت نظر ترلاسه کړو.

کابل کې د سویس یومف پوهنتون مسوولان له دولته غواړي، لوړو زده‌کړو وزارت او نورو بنسټونو ته د هغوی په دوسیې کې د لاسوهنې حق ور نه کړي او د ستونزې هواري له‌پاره سویس او کابل کې د یومف پوهنتون او لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو په حضور یوه ناسته ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام