د هیواد لومړی میرمن په کرنه کې د ښځو توانمنیدو لومړي ملي کنفرانس ګډونوالو ته وویل، چې ښځې د کرنې په سکټور کې مهم رول لوبوي او د دوی دغه نقش کولی شي، چې د کرنې له لارې د ښځو پر ځان بسیاینه کولی شي تر یوه بریده له ښځو سره د تاوتریخوالي ذهنیت بدل کړي.
د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل غني په کرنه کې د ښځو توانمنیدو لومړي ملي کنفرانس کې زیاته کړه، چې د خوړو خوندیتوب، خوارځواکي مخنیوي او د ټولنې او کورنۍ اقتصادي وده کې ښځې ستر رول لوبوي.
د دې پروینا، ښځې د کرنې له لارې کولی شي په کورنۍ او کلي کې سوله او سوکالي راولي.
بي بي ګل غني دغه راز وویل، چې د کرنې په برخه کې باید د ښځو ظرفیتونو لوړولو ته پام وشي چې په ملي او نړیوالو مارکیټونو کې سیالۍ وکړی شي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي غونډې ته وویل، چې د کرنې له لارې د ښځو عاید څوک رسمي عاید نه ګڼي او درناوی نه ورته کوي چې دا په ټولنه کې جدي ستونزه ده.
میرمن کوفي زیاته کړه د ښځو د میراث پر حق سترګې پټیږي او دا مهمه ده چې ښځینه باید خپل دغه حق ترلاسه کړي.
د کرنې په برخه کې د ښځو توانمندیدو لومړی کنفرانس د کرنې مالدارۍ وزارت په نوښت د بروکسل کنفرانس د پریکړو پربنسټ د شنبې ورځ کابل کې جوړ شوی و.
د چارواکو پر وینا ددغه پروګرام په مرسته به په لرې پرتو سیمو کې د بې وزلۍ کچه راټیټه او کورني تولیدات زیات کړي.