د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په نوښت په کابل کې د (الکوزي ملت بابا) لومړۍ درجه (ګریډ، ون) ولایتي سیالۍ نن په ۲ سیالیو سره پیل شوې.
دافغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې په دې سیالیو کې د افغانستان د ۱۰مخکښو لومړۍ درجه منتخبې ولایتي کرکټ لوبډلې برخه لري.
د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د سیالیو لومړۍ لوبه د کوربه کابل او لغمان منتخبو ولایتي لوبډلو ترمینځ په سلیم کاروان لوبغالي کې او دوهمه لوبه بیا د خوست او کوچیانو منتخبو کرکټ لوبډلو ترمینځ په زرملوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغان کرکټ بورډ د خپل کورني کرکټ دغه سترې ولایتي پنځوس اوریزه لوبې په خپل ملي لوبغالي کې نه بلکې د کابل په ۲ شخصي زرملوال او سلیم کاروان کرکټ لوبغالو کې په لاره اچولي دي.
د کرکټ بورډ د پلان له مخې به دغه سیالۍ په دوه بیلا بیلو ګروپونو ېی ترسره شي چې د (جون) میاشتې تر ۱۵ می نیټې به روانې وي.
د سیالیو نیمه پاې لوبې د جون په ۱۲ مه او ۱۳ مه نیټه پلان شوي دي چې د کرکټ بورډ د پلان له مخې به په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د سیالیو لپاره په لومړي ګروپ کې لغمان ، کابل ، خوست ، کوچیان او پنجشیرکرکټ لوبډلې او په دوهم ګروپ کې بیا ننګرهار ، کندهار ، پروان ، پکتیا او کندوزلوبډلې شاملې دي.
د کرکټ بورډ د مهال ویش له مخې به د ۵ ورځو لپاره لومړې د (الف) ګروپ لوبډلې یو د بل په وړاندی لیګ لوبې ترسره کړي چې دوه لوبډلې به ترې (سیمي فاینل) ته غوره شي.
دغه راز د دویم ګروپ لوبې به د جون میاشتې په ۶ مه نیټه پیل او د دوه غوره لوبډلو ترټاکلو به د ۵ ورځو لپاره د جون تر ۱۰ مې نیټې روانې وي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزی وایي چې له دغو سیالیو څخه یې اساسي موخه د ولایتي کرکټ لوبډلو ترمینځ سالم رقابت ته وده ورکول او د هیواد بیلا بیلو ملي لوبډلو ته د ځوانو تکړه کرکټرانو موندل دي.