د اسیا فونډېشن مسوولانو نن کابل کې خبري غونډه کې د خپلې نوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې. نظرپوښتنه ښیي چې یوازې ۳۳ سلنه افغانان د هېواد راتلونکې په اړه هیلهمن دي او ۶۰سلنه نور بیا پهدې عقیده دي چې افغانستان پر ناسم تګلوري روان دی.
د اسیا فوندېشن رییس عبدالله احمدزي وویل چې پهدې نظرپوښتنه کې د ۳۴ ولایتونو له ۱۵ زرو ډېر کسان د امنیت، اقتصادي ودې او بوختیا، پراختیا، حکومتوالي، سیاسي ګډون، اطلاعاتو ته لاسرسي، کډوالۍ او د ښځو اړوندو موضوعاتو په اړه پوښتل شويدي.
د ښاغلي احمدزي په وینا، دا نظرپوښتنه ښیي چې د وسلهوالو مخالفانو په اړه د خلکو مثبت لیدلوری په کمېدو دی او ۶۰ سلنه خلک د راتلونکي په اړه ناهیلي دي.
د اسیا فونډېشن د ستراتېژي رییس فضلربي وایي، پهدې نظرپوښتنه کې د شماللوېدیځ ۷۸سلنه ځوابویونکیو طالبان خپل امنیت ته ستر ګواښ ګڼلی او د هېواد ختیځو سیمو ۵۷سلنه ځوابویونکیو بیا داعش خپلو سیمو ته ستر ګواښ ښودلی.
د ده په وینا، پهدې نظرپوښتنه کې له داعش سره د خلکو همدردي صفر سلنه ښودل شوې؛ خو له طالب سره بیا ۵ سلنه همدردي شته او په خبره یې، که بیا ځلي مطالعه شي؛ ممکن ۱۰ سلنو ته لوړه شي.
د اسیافونډېشن نظرپوښتنه ښیي چې د خلکو ترمنځ د مدني ازادیو له اعماله وېره په ۲۰۱۷ کال کې له ۵۲سلنو په ۲۰۱۸ کال کې ۶۲سلنو ته لوړه شوې او پر ډيموکراسي، ټاکنو، دولتي بنسټونو او خدمتونو د خلکو باور زیات شویدی.
خو له نامنۍ او اقتصادي وضعیت خرابوالي وېره، د ولسي جرګې ټاکنو کې د ځنډېد په ملتیا راتلونکي ته د خلکو پر لیدلوری منفي اغېز کړیدی.