د بېړنیو پېښو په اړه د دولت وزارت او د ګډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت نن یکشنبې د (جنورۍ پر ۸مه) کابل کې خبري غونډې ته د ۱۳۹۵ کال له پیله تر اوسه د ګډوالو او بې ځایه شویو کسانو وضیعت او د هغوی ستونزو حلولو په اړه خپل معلومات او پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
خبري غونډې ته د بېړنیو پېښو په اړه د دولت وزیر ویس احمد برمک وویل، چې د روان کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶۳۳۷۱ کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې یو شمېر یې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او ځېنې یې لا هم په ۱۱ ولایتونو کې پاتې دي.
ښاغلي برمک دغه راز، وویل چې ۱۳۷۸۲۰ کورنیو سره مرستې شوي؛ خو ۲۵ ۵۲۱ کورنۍ لا هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
خبري غونډې ته د ګډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معین فضل احمد اعظیمي وویل، دوی له یو شمېر بهرنیو او کورنیو مرستندویو بنسټونو سره په ګډه له ډېرو اړمنو سره د خوراکي او غیرخورا کي توکیو مرستې کړې دي.
خو دی ټینګار کوي، چې د دوی د څیړنو له مخې، له ۲۱۰ زرو ډېرې هغه کورنۍ چې له بهره راستنې شوي او یا په کور دننه بې ځایه شوي؛ ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.
حکومتي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ان په پلازمېنې کابل کې د کورنيو بې ځایه شویو په پنډغالو کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې د ژمي په سړه هوا کې د ژوند لومړني اړين توکي نه لري او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.