له ۲۰ د ډېرو امنیه قوماندانانو او رییسانو له دندې ګوښه کېدل

د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د کابل د ښار امنیتي حوزو امرانو د ادلون – بدلون په دوام له ۲۰ ډېر امنیه قوماندانان او د دې وزارت ځېنې رییسان د کاري کمزورۍ او دندو کې د غفلت له امله له دندې لېرې او پر ځای یې د کار وړ کسان وګوماري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار ته وویل چې د وزارت مشرتابه د امنیت ښه ټینګېدا په موخه د سمون کړنلاره باندې ټینګار کوي.

د ده په وینا، د سمون کړنلاره کې د ریاستونو په کچه د سمون سیستم او د وزارت تشکیلاتي ستونزې او ازاده سیالي هم شامله ده.

ښاغلی رحیمي وایي، د کورنیو چارو وزیر په لارښوونه شاوخوا ۴ میاشتې یو پلاوي د څېړنو په پار ولایتونو ته سفرونه کړي او د پایلو په نتیجه کې یې ځېنې قوماندان له دندو ګوښه کېږي.

 د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا هم وویل چې د سمون کړنلاره روانه ده او د امنیتي حوزو په کچه به په هرو ۳ میاشتو یا ۶ میاشتو کې حتمي بدلون راځي.

بله‌‌خوا ځېنې وطنوال په کورنیو چارو وزارت کې د سمون له بهیره د ملاتړ ترڅنګ وایي چې د ولایتونو امنیې قوماندانیو ته باید د کار وړ او مسلکي کسان ور وپېژندل شي.

د هرات، بلخ او کندهار او سېدونکي حشمت‌الله، سیدمحمد او یوسف غورځنګ په‌دې نظر دي چې هر ولایت ته باید داسې امنیه قوماندان ولېږل شي چې د هغه ولایت له جغرافیوي موقعیت سره بلد وي چې په امنیتی لحاظ په‌خپلو امنیتي تدابیرو سم او ژر فکر وکړی شي.

دا شل امنیه قوماندانان داسې مهال له دندو ګوښه‌ کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت له‌پاره د کابل ښار امنیتي حوزو امرینو په کچه تازه بدلونونه راوستی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام