له یو ړانده سړي نه وخت او ځای نه غلطېږي

۸۰ کلن میرولي چې د سترګو کاسې یې اوښتي؛ د ظاهرشاه له واکمنۍ راهیسې په خوست ښار کې اوسېږي او په‌خپل جادوګر غږ یې د خلکو پام ځان ‌ته اړولی دی.

میرولي د بینا انسان په څېر د ښار د لویو ویالو په غاړو او کوڅو کې د قدم وهلو پرمهال په‌خپل ښایسته غږ حمدونه او نعتونه زمزمه کوي.

دا سړی د ښار هره کوڅه او برخه د زړه په سترګو ویني او د ورځې هر مهال او ساعت ښودلی شي. نوموړی په سترګو ړوند نه‌دی، بلکې د سترګو کاسې یې چپه شوې‌دي.

دغه ملنګ وايي، په ټول ژوند یې یو ځل قبله غلطه کړې او پرځای یې لمرخاته ‌خواته سجده کړې چې دیني عالمانو یې د قبلېدو ډاډ ورکړی‌دی.

میرولي تر خوست مخکې د کابل‌ښار په بسونو کې حمدونه او نعتونه زمزمه کول چې همدې یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. نوموړی ۲۶ کاله وړاندې له کابله خوست ته کډه شو چې تر اوسه په‌ دې ولایت کې اوسېږي.

په خوست کې یوه لیکوال نجیب‌الله الوخېل د میرولي په اړه سلام‌وطندار ته وویل چې نوموړی یو بې‌ازاره کس دی چې د نورو سوالګرو په څېر له هېچا هم څه نه غواړي. الوخېل وايي، دغه ملنګ یې د لومړي ځل له‌پاره د کابل ښار په بسونو کې لیدلی و چې د ښه غږ او سړیتوب ترڅنګ، ښه شخصیت هم لري.

په خوست کې محلي خبریال بسم‌الله ارمان له خلکو سره د میرولي ښه چلند ستايي او وايي، دی یوازینی کس دی چې څوک د مرستې له‌پاره نه اړ باسي. د نوموړي په وینا، هغه ته په خوست کې د ښه شخص په سترګه کتل کېږي.

د ښاغلي ارمان په باور، که له میرولي د وخت او ځای په اړه پوښتنه وشي؛ بې‌ له ځنډه ځواب درکوي. دی وايي، ښاغلی میرولي د ښار په ټولو سیمو کې بلد دی او د یو بینا انسان په څېر، هره کوڅه او لوری در په ګوته کولی شي.

د میرولي دې پوهې د خوست ښاریان حیران کړي‌دي. میرولي خپله هم وايي چې د ښار په هره سیمه کې یې روان کړې؛ هره یوه درښودلی شي چې اوس د ګوړې منډيي، غلې منډيي او که د موټرو تم‌ځای کې ولاړ دی؛ خو په وینا یې، یوازې پر لوړه او ټيټه لاره کې غورځېږي.

میرولي وايي، تر دې مخکې یې په خوست‌ښار کې د نعتونو او حمدونو پرځای، قرآني ایتونه لوستل. دی وايي، د قرآنکریم حفظ یې کولو او وروسته یې حمدونو او نعتونو ته مخه کړه چې اوسمهال یې سلګونه نعتونه او حمدونه یاد دي.

نابینا میرولي د خوست په مرکز «متون» کې د چیغۍ کلي اصلي اوسېدونکی دی. درې میاشتنی و چې د سترګو لید یې له لاسه ورکړ. مېرمن یې هم مړه شوې او اوسمهال له یو بوډا ورور سره په همدې کلي کې اوسېږي.

میرولي کله ناکله له خوست ښار نه تری‌تم شي؛ خو یا یې ناروغي بستر کړي او یا یې هم د ژمي سړه‌هوا او بارانونه ښار ته د راتګ مخه ډب کړي. که څه هم اوس زوړ شوی؛ خو حمدونه او نعتونه یې ثبت کړي، په غاړه کې یې یو لاوډ‌سپيکر اچولی وي چې له همدې لارې په‌خپلو مینه‌والو خپل خواږه حمدونه او نعتونه اوروي.

نابینا ملنګ میرولي د حضرت محمد (ص) د رحلت په اړه هم ځېنې ویرنې ویلي چې د ده د لوړ فکر او ذکاوت ښکارندويي کوي:

غېږ کې نیولی فاطمې د بابا سر دی

کړی سفر دنیا نه نبي سرور دی

حسن حسین راغلل و تاته

د دې علاج نه راځي ماته

ته یې په‌خپله کړه خوشحاله

بابا دې ځار شم هر یو ورور له مړو بدتر دی

کړی سفر دنیا نه نبي سرور دی»

میرولي اوس خپل عمر خوړلی او ځېنې وخت هغو سوالګرو ماشومانو ته پیسې ورکوي چې په خوست‌ښار کې یې لاسنیولی وګرځوي.

د خوست ښار اوسېدونکي وايي، نور سوالګر هم ورځ تر بلې د میرولي خوی اخلي او د څه غوښتلو له‌پاره څوک نه ازاروي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام