له هوکړې وروسته د طالبانو خونړي بريدونه؛ هر ساعت کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی

د کندوز، روزګان، جوزجان، زابل او بغلان ولایتونو ځايي مسوولان وايي، د تاوتریخوالي کمولو له یوې اوونۍ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته، یو شمېر ولایتونو کې نښتې زیاتې شوي چې امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالب وسله‌والو تېره شپه د کندوز «باغ شرکت» او «مرچ ناصري تپه» کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې

۱۵ د ملي اردو سرتېري او ۳ محلي پولیس په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند هجرات الله اکبري د طالبانو بریدونه تاییدوي خو وايي، ۳ محلي پولیس په کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال عبدالهادي جمال پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه تاییدويګ خو د کره شمېر په اړه یې جزییات نه ورکوي.

له کندوز وروسته، روزګان، زابل، جوزجان او بغلان ولایتونو کې هم د طالبانو د بریدونو پرمهال امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کومې شمېرې چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ افغان پولیس سرتېري روزګان، ۲ په جوزجان، د پولیسو یو افسر په زابل او د محلي پولیسو یو سرتېری هم په بغلان کې وژل شوی دی.

همداراز نورو ولایتونو کې ۷ ملي پولیس او ۶ محلي پولیس سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د جوزجان امنیې قومندان عبدالواحد وجدان وايي، دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د زابل، غور او هلمند امنیتي مسوولان وايي، دغو ولایتونو کې د طالبانو کمین او ماین چاودنو کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نظامیان ټپیان شوي دي.

دې سره د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ ولایتونو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړيو پر وړاندې ۳۰ بریدونه کړي چې په کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، دغو بریدونو کې ۱۶ ملکي او نظامیان ټپیان شوي هم دي.

رحیمي دغو بریدونو کې د وژل شويو طالبانو شمېر ۱۷ او د ټپیانو هم ۱۱ بللی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا وايي، د دواړو لوريو د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات راټولوي.

د طالبانو له لوري پر افغان امنيتي ځواکونو د بريدونو له زياتېدو وروسته، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پر طالبانو د دغو ځواکونو د لومړني برید خبر ورکوي.

لګت نن پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، له هغه وروسته یې پر طالب جنګیالیو هوايي برید کړی چې هغوی د افغان ځواکونو پر یوه مرکز سخت بریدونه کول. دغه برید د هلمند په نهرسراج ولسوالي کې شوی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو یوازې د سه‌شنبې په ورځ د افغانانو ځواکونو پر مرکزونو ۴۳ بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم موږ سولې ته ژمن یو، خو مسوولیت لرو چې له خپلو همکارانو «افغان ځواکونو» دفاع وکړو. نوموړی وايي، افغانانو او امریکا هوکړه‌لیکونه عملي کړي او داسې ښکاري چې طالبان د مخالفت د دوام هوډ لري او د سولې لپاره د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي.

له دې هم مهاله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو پیل، د بغلان ولایت د اوسېدونکيو غبرګونونه راپارولي دي.

دوی وايي، د طالبانو په دې کار سره دوی چمتو دي چې د وسلې په اخیستو سره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له طالبانو سره وجنګېږي.

د بغلان یو اوسېدونکی محمد خان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه ورور وژنه بولي، نه جهاد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام