له نیمې پېړۍ انتظار وروسته د سلما بند پرانیسته

د سلما بند د افغان ـ هند دوستۍ په نوم له شاوخوا ۴۲ کلونو وروسته نن (شنبه، جون ۴مه) ګټې اخیستلو ته وسپارل شو. د سلما بند د پرانیستې په مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې له سلما بند نه ګټه اخیستل په هېواد کې په روانو اوبو د نور بندونو د جوړول پيلامه ده.

ولسمشر وویل، هند د هغو هېوادونو په خلاف چې ترهګر روزي او افغانستان ته یې رالېږي، دوی افغانانو ته د ابادۍ لاس ورکړی.

غني هند د افغانستان لروغونۍ دوست هېواد وباله او زیاته یې کړه، چې سلما بند د هند او افغانانو د دوستۍ د پیاوړتیا تر څنګ په هېواد کې به د وچکالۍ جرړې وباسي او زرګونه کورنه به د برېښنا له نعمته برخمن کړي.

ولسمشر د هند هېواد له نورو مرستو هم مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه هېواد په افغانستان کې له ۲۰۰ زیاتې رغنیزې پروژې عملي کړي دي.

په دې مراسمو کې د هند لومړي وزیر نارندرا مودي وویل، چې سلما بند د دواړو هېوادونو د اړیکو او ملګرتیا سمبول دی او زیاته یې کړه، چې د هند مرستې افغانستان شموله دي.

مودي وايي، چې هېواد یې هېڅکله له افغانستانه، نه په شا کېږي؛ په سیمې او نړۍ کې به د افغانستان دفاع کوونکی وي.

د سلما بند د پرانیستې سر سم په یو شمېر ولایتونو کې هېوادوالو د خوښي کولو په پاره نڅاوې وکړې.

دغه بند د ۸۰زره جریبه ځمکې د خړوبولو تر څنګ د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید توان لري.

د سلما بند په جوړولو ۲۹۰ میلیونه ډالر لګول شوي، چې لګښت یې د هند هېواد له خوا ور کول شوی.

دغه بند د هریرود په څنډه کې د هرات د چشت شریف ولسوالۍ ته نږدې موقعیت لري.

سلما بند ۱۰۷ متره لوړوالی او ۵۵۰ متره اوږدوالی لري، چې د ۶۳۳ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو توان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام