له معتادانو د سرتېرو جذبولو کې د دولت د مخالفانو او ملاتړو ترمنځ سیالي

۳۰ کلن زمري شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له یو ډله روږدو کسانو سره د هرات‌ ښار د خرقې مبارکې زیارت کې شپه تېره کړه؛ خو ګهیځ د نورو ورځو خلاف د خلکو پرځای له امنیتي ځواکونو سره مخ شو. افغان امنیتي ځواکونو زمری او د هغه ملګري د نشه‌يې توکیو د پرېښودلو په موخه ونیول او له ځان سره یې بوتلل. د دوی په وینا، پرته له دې یې نور څه نه‌دي په یاد چې څوو ناپېژندو وسله‌والو په یو مسافر وړونکي موټر کې د هرات شینډنډ ولسوالۍ دامان سیمې ته ولېږدول او د دولت مخالفې وسله‌والې ډلې قوماندان ننګیالي په قرارګاه کې مېشت شول.

د زمري په وینا، د نشه‌يې توکیو پرېښودلو له‌پاره دوه میاشتې له نورو روږدو کسانو سره په یو ځمک‌تلي کې بندي شوی‌و او د ملا ننګیالي پلویانو هره ورځ پر هغه سړې اوبه اچولې. د معتادینو په چلن، مخ او سلوک کې د نشه‌يې توکیو پرېښودلو نښو ـ نښانو وروسته دوی ته وسلې ورکول کېږي او د طالب‌قوماندان ملاصمد پلویانو پر وړاندې جګړې ته چمتو کېږي.

زمری دعوه کوي چې ځېنې په نشه‌يې توکیو روږدي کسان د ملاصمد پلویانو سره په جګړه کې وژل شوي او ده له خپلو ملګرو سره د قرارګاه ساتنې پرمهال د تښتې پریکړه کړې.

حفیظ  پر نشه‌يې توکیو بل روږدی ځوان دی چې څلور میاشتې مخکې ځايي مسوولان راغلل او نوموړی يې د شینډنډ ولسوالۍ مشهور قوماندان امان‌الله زوی قرارګاه ته ولېږدولو. دی هم لکه زمری دعوه کوي چې په‌دې قرارګاه کې له ۲۵ نورو کسانو سره د نشه‌يې توکیو پرېښودلو ته اړ شوی‌دی.

له نشه‌يې توکیو سره په میاشتو ـ میاشتو لانجو وروسته دوی باید د دولت وسله‌والو مخالفانو سره جګړې ته چمتو شوي‌وی.

د عبدالله په نوم ۲۵ کلن ځوان هم له ۱۵پر نشه‌يي روږدو کسانو سره د کار او کارګرۍ په پلمې شینډنډ ولسوالۍ ته بیول کېږي. د عبدالله له ملګرو ۶ تنه يې د طالبانو د خپل‌منځي نښتې په پایله کې وژل کېږي او ۹ نور يې په تښته بریالي کېږي.

پر نشو د هغو روږدو کسانو شمېر زیات دی چې ادعا کوي، په چل‌ول د کار په پلمې شینډنډ ولسوالۍ ته بیول شوي او له طالبانو سره مخامخ جګړې ته اړ شوي‌دي.

دوه تنه روږدي کسان فیروز او وحید احمد وايي چې د دوی په ګډون ۱۲ تنه په یو سراچه ډوله موټر کې واچول شول او د لارې په اوږدو کې یې د دوی یو ملګري باندې ډزې وکړې او ویې وژلو.

د دوی په وینا، ۵ میاشتې یې له ځان سره ساتلي وو.

د بېلابېلو دولتي ادارو په ګډون یو نیم کال وړاندې له هرات ښاره د معتادانو ټولولو په موخه یو کمېسیون جوړ شو. د دې کمېسیون رییس او له نشه‌يې توکیو سره د مبارزې ریاست نشه‌يې توکیو تقاضا ټیټوالي عمومي مدیر سیدمحمد سادات وايي چې تراوسه پورې د هرات له ښاره ۱۱۲۰ پر نشو روږدي کسان ټول شوي‌دي.

ښاغلی سادات د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د روږدو کسانو سپارلو مسله بې‌بنسټه بولي؛ خو له‌دې سره منې چې ښايې ځېنو کسانو له معتادینو ناوړه استفاده کړې‌وي.

دغه راز، د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم له معتادانو د سرتېرو جذبول بې‌بنسټه بولي او وايي چې دوی ته هېچا داسې شکایت نه‌دی کړی چې پر نشو روږدي کسان د دولت وسله‌والو مخالفینو ته سپارل کېږي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده هم ټینګار کوي چې تراوسه دوی ته له معتادینو د سرتېرو جذبولو په اړه راپور نه‌دی رسېدلی.

خو د هرات د ولایتي شورا غړې سکینه حسیني ان پر نشو د روږدو کسانو ادعا ګواښوونکې بولي او باوري ده چې په وسله‌والو نښتو کې له بې‌چاره او بې‌سرپناه ځوانانو له پوځي روزنې او چمتووالي پرته ګټه اخېستنه ستره جفا ده.

هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوولان وايي چې په جبري توګه د سرتېرو جذب په اړه هر ډول دعوه باید تعقیب شي؛ که دا دعوه د یو سالم شخص له لوري او یا هم د یوه ناروغ له لوري.

له معتادانو د سرتېرو جذبولو او ناوړه ګټې اخېستنې دعوه داسې مهال کېږي چې د هرات له نشه‌يې توکیو سره د مبارزې ریاست له‌خوا د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ په‌دې ولایت کې ۷۰ زره کسان پر نشو روږدي دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام