د بېوزلۍ او غریبۍ ترڅنګ نابینايۍ هم د ۱۱کلنې صالحې، ۷کلنې رقیې او ۳کلنې شفقې ماشومانه هیلو ته لاسرسی لنډ کړیدی.
دا ماشومان د بادغیس په پلازمېنې قلعهنو په یوې بېوزله کورنۍ کې ژوند کوي.
دوی ـ چې د ورځې له لوري د لمر له رڼا او ماشومانو او همزولو سره له لوبو کولو محروم دي ـ خپله خوشبختي یوازې د شپې په تیاره غېږه کې لټوي.
دا درې خویندې شپه د ځان لهپاره غنمیت بولي او په همدې تیاره مهال کې د خپلو هیلو او ارزوګانو ماشومانه تمثیل کوي.
۱۱کلنه صالحه په معصومه څېره او ماشومانه انداز وايي چې دوی د شپې له لوري هر څه لیدلی شي؛ خو د ورځې له لوري ړانده وي.
دوی ـ چې لا سمې خبرې نهشي کولی؛ خو هیلهمنې دي چې یوه ورځ به یې سترګې ښې شي.
د شپې په را رسېدلو سره یوازینۍ هیله ـ چې دا ماشومان یې له خپل مور و پلاره لري ـ د ماشومانو لوبو اجازه ده.
د دې ماشومانو پلار محمد صادف وايي، ۶ اولادونه لري چې وروستي ۳ یې د ورځې له لوري ړانده دي او څه شی نهشي لیدلی.
د ده په خبره، د شپې له لوري یې اولادونه لیدل کولی شي؛ خو د ورځې لهخوا د ړوندو په شان برېښي.
محمدصادق د سترګو ډاکټرانو له خولې وايي چې ماشومان یې له هېواده بهر د درملنې وړ دي؛ خو دا یې د درملنې وس نهلري.
صالحه او د هغې نورې دوې خویندې هم له دولت او مرستندویو ټولنو مرسته غواړي چې د نورو جوړو انسانانو په شان د ورځې له لوري هم لیدل وکړای شي. دوی د نورو ماشومانو په شان تګ ته ډېرې هیلهمنې دي.
ورته مطالب:
له یو ړانده سړي نه وخت او ځای نه غلطېږي
په هېواد کې ۵۰ % ړانده کسان له ۵ زرو افغانیو نه په کم لګښت د درملنې وړ دي
په هېواد کې ۵۰ سلنه ړانده کسان له ۵ زرو افغانیو نه په کم لګښت د درملنې وړ دي