له فساد سره د غني مبارزه او د بریټانیا سفیر نیښ‌لرونکې خندا

نن د ډېسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې نړۍوالې ورځې سره سمون خوري؛ د ولسمشرۍ ټاکنو له‌پاره د ولسمشر محمداشرف غني د وینا له‌پاره د بهانې تریبیون دی.

ښاغلی غني وايي، دولت یې د اصلاحاتو په راوستلو سره د هېچا له‌پاره خنډ نه رامنځته کوي.

ظاهراً یې هغو نیوکو ته اشاره ده چې ټولنیزو شبکو او رسنیو کې راپورته شوې‌دي.

نیوک‌ګر وايي، د غني اصلاحي پروګرامونه، قوم‌پاله او مشکوک دي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دوو ډلو د ملي یوالي حکومت پروګرامونو په اړه غبرګون ښودلي. یوه ډله چې فکر کوي د اصلاحاتو په راوستلو سره، د پرمختللې ټولنې بنسټ کېښودل کېږي او بله ډله په‌دې فکر ده چې د اصلاحاتو راوستل، نورو ته د څاه‌کیندلو معنا لري.

ښاغلی غني زیاتوي، وروستۍ ډله د اصلاحاتو راوستو په برخه کې منفي برداشت کوي.

ښاغلی ولسمشر وايي، د کانکور پروسې، د قراردادونو لاسلیکولو، د حکومتي او عدلي او قضايي بنسټونو د کارکوونکیو په ګومارلو کې اصلاحات د ملي یوالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته رامنځته شوي‌دي.

ښاغلی غني په تلویحي ډول پخوانی حکومت هېواد کې د وروسته پاتې کېدو او لوړو او ژورو مسوول وبللو او ويې ویل چې دغه وضعیت د پای ته رسېدلو په حال کې دی.

کابل کې د برتانیا سفبر سر نیکولاس

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش بیا په همدې مراسمو کې وویل، که څه هم د فساد پر وړاندې د ملي یوالي حکومت مبارزې په اړه ځېنې کورنۍ او بهرنۍ پرېکړې، غیرمنصفانه دي؛ خو د خپل رییس پرخلاف په‌دې اند دی چې تراوسه پورې دې برخه کې بشپړه بریا نه‌ده ترلاسه شوې او لا هم اوږده لاره په مخ کې ده.

د ده په خبره، لا هم سترو خنډونو او ننګونو سره مخ دي.

دې غونډې کې کابل کې د برتانیا سفبر سر نیکولاس کي خپلې خبرې په موسکۍ ژبه پیل کړې او ویې ویل، نه پوهېږي چې کابل کې له فساد سره د مبارزې نړۍوالې ورځې له نمانځلو خوښ شي او که‌نه.

خو د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان‌بس د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ، ویې ویل، پولیس باید د ټولو پر وړاندې یو شان قانون پلي کړي.

له فساد سره د مبارزې نړۍواله ورځ داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ولسمشر په فرمان ټاکل شوې تر راتلونکې یوې بلې ورځې، د فساد پر ضد د مبارزه کوونکیو تر نوم لاندې یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکیو ته مډالونه ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام