د کورنیو چارو وزارت له عکسونو سره د څوو تنو پېژندګلوي خپره کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې په نیولو کې یې ورسره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ویلي چې دا کسان په تررو، جنایت، اوباشۍ، امنیت خرابولو او قانونماتولو تورن دي.
د ښاغلي اندرابي په وینا، که هر چا د دې کسانو د ادرس په اړه امنیتي ځواکونو ته معلومات ورکړل؛ هویت یې پټ ساتل کې او د حکومت له لوري معنوي او مادي ملاتړ ترلاسه کولی شي.