له طالبانو نوې جلا شوې ډله آيا په لاره ده؟

په تازه ګۍ سره د طالبانو له وجوده نوې ډله د ملا رسول په مشرۍ جوړه شوې ده. ملا رسول د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د نیمروز والي و، په دې ډله کې د طالبانو اوسنی مشر ملااختر محمد منصور خلاف د طالبانو قومندانان او مشران راټول شوي دي.
د ملا رسول په مشر له طالبانو نوې ډلې جلا کېدل څه معنا لري او د ملا منصور په مشرۍ د طالبانو په ډلې او د افغانستان په سولې به اغیز څه وي؟
یو شمېر د سیاسي او نظامي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو په ډله کې د ملا رسول څخه پېژندل شوي کسان موجود دي او په راتلونکي کې به دوی هم د طالبانو څخه جلا شي او بله ډله به جوړه کړي.
د شنونکو په باور د طالب مشرانو ترمنځ د نظر سخت اختلاف موجود دی او هر یو یې هڅه کوي، چې واک تر لاسه کړي.
د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده سلام وطندار ته وویل، د دغو اختلافاتو مخینه ۲۰۰۸ ز کال ته رسیږي او په هغه وخت کې د طالبانو ځېنې مشرانو د واک تر لاسه کولو هڅه کوله.
د ده پر خبره، ملا رسول یو له هغو کسانو نه و، چې په تېر کې د طالبانو د مشرانو د ځېنړ غړو سر سخت مخالف و.
ملا بازمحمد حارث، ملا منصور دادالله او ملا شیر محمد اخندزاده د نظامي او عبدالمنان نیازي د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د نوې ډلې د سیاسي مرستیال په ټوګه ټاکل شوي دي.
و حید مژده وايي، چې د ملا رسول دوه مهم کسان په کلیو کې وسله وال کسان لري، که چېرې د طالبانو په سنګرونو کې نوې ډلې نفوذ وکړي او د طالبانو 

پېژندل شوي غړي ور سره یو شي، نو د ملا منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو ته به لوی خطر رامنځته کړي.
د سیاسي چارو دغه شنونکی وايي، چې ملا باز محمد حارث د ملا رسول له مرستیالانو څخه دی، هغه سیمې چې د ملاباز محمد تر کنترول لاندې دي ټولو شبکو ته یې خبرداری ورکړی که پیسې ور نه کړي شبکې به یې والوزوي.
مژده وايي، د ملا رسول په ډله کې د مهمو او اغیزمنو کسانو لکه حسن رحماني، مولوی عبدالرزاق او ملاجلیل نشتوالی د سوال وړ دی.
د نوموړي په باور د دغو مشرانو نه موجودیت، چې ښايي دوی بله ډله جوړه کړي.
خو په ورته وخت کې عبدالمنان نیازي له رسنیو سره په خبرو کې دغه ډلې د خپلو ملاتړو په نوم یادوي.
مژده همدا راز وویل، چې د ملا رسول په مشرۍ جوړه شوې ډله د خپلې سخت دریځې له کبله د امریکا مخالفان په اسانۍ سره جذبولی شي او د ده پر خبره، ملا رسول له امریکا سره د سولې خبرې د طالبانو له ډلې سره خیانت بولي او د ملامنصور سره یې د مخالفت یو لامل د سولې خبرې وې.
وحید مژده وايي، طالبانو هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دوی پر وړاندې راپور ته شي او دوی به د ملا رسول له ډلې سره نښته وکړي.
د ده په باور قربانیان به يې افغان وي.
ملا رسول په فراه ولایت کې په یوې غونډه کې چې د ده پلوي په کې راټول شوي وو، وویل، د ملا منصور سره یې د اختلاف لامل د امریکایانو سره د منصور نږدېوالی او "اصلي مجاهدینو" ته نه پاملرنه ده.
 

له بل لوري د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستاني وايي، چې د دغو ډلو تر منځ د نښتې اټکل کیږي او حکومت دې په خپله او د افغانانو په ګټه استفاده وکړي.

د سولې په خبرو څه اغیز لري؟

د ژغورنې لار عالي شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، چې د طالبانو جلا کېدل به افغانانو ته سختې ستونزې پیدا کړي او د سولې په خبرو منفي تاثیر لري.
یو شمېر نور بیا په دې باور دي، چې له طالبانو د نوې ډلې جلا کېدل د پاکستان استخباراتي ادارې کار دی او دوی غواړي، چې د افغانستان د سولې خبرې له منځه یوسي.
د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستاني بیا په دې نظر دی، چې په افغانستان کې د طالبانو د نوې ډلې جوړېدل د پاکستان څارګرې ادارې له څاره لرې کار دی.
دا سې ښکاري، چې د افغان حکومت رسمي لید لوري بیا بل ډول دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د پنجشنبې په ورځ د طالبانو څخه د نوې ډلې د جلا کېدو په اړه وویل، هغه کسان چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې وژل کیږي؛ په دې پوه شي، چې د "پردیو" له خوا د وسیلې په ډول کارول کیږي.
د کوهستاني په باور له طالبانو د نوې ډلې جلا کېدل د ملامنصور امارت یې تر سوال لاندې راوستی او داسې ښکاري، چې د طالبانو مشر د اعا په خلاف د دوی تر منځ د نظر یوالی موجود نه دی.
دی وايي، چې افغان حکومت باید له دې موکې استفاده وکړي او طالبان دې د سولې خبرو ته کېنوي.
خو په ورته وخت کې ځېنې نور شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو ډلې تر منځ د بېلا بېلو غږونو او مشرانو موجودیت د سولې خبرې ستونزمنې کوي او دغه پروسه لا ځندوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام