افغانستان او زمبابوی په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې ښه مقابله وکړه، خو په پایله کې افغانستان د ښې لوبې په کولو سره له زمبابوی څخه وګټله.
پچه افغانستان وګټله او په خپله افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په پوره ۲۰ اورونو کې افغان لوبغاړو په خپلې تېزې لوبې سره زمبابوی لوبډلې ته ۱۸۸منډې هدف وټاکلو.
افغانستان له پاره شهزاد محمدي او عثمان غني ښکلی پېل وکړ او بیا د ګلبدین نایب، محمد نبي او ارشدخان د افغانان له هیلو سره سمه او ښه لوبه وکړه.
د زمبابوی پیل ښه نه و او په لومړي اور کې یې یو لوبغاړی د دولت ځدران له خوا وسوځول شو.
د زمبابوی له خوا د تېزې لوبې کولو له امله د سیالۍ پایله وروستي اور ته پاتې شوه، چې د زمبابوی له پاره په ۶ توپونو ۲۱ منډې په کار وې.
وروستی اور دولت ځدران وکړ، چې د زمبابوی لوبډله یې د هدف تر لاسه کولو ته پرې نه ښودله.
د ۲۰۱۶ کال په پیل کې په ۲ شل اوریزه لوبو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بریا ده. دویمه سیالي به د یکشنبې پر ورځ کيږي.