د بدخشان د بهارک ولسوالۍ سلګونه معترضان د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان د ګوښه کېدلو په شعار ورکولو سره وايي چې د نا امنیو او جنایي جرمونو د زیاتوالي د مخنیوي په پار د دې ولسوالۍ د ځايي چارواکیو د ناتوانایۍ ترڅنګ غیر مسوول وسلهوال خلک وهي او ټکوي.
دوی ادعا کوي چې د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود راسخ پورې تړلي کسان د نا امنیو په جوړولو کې لاس لري او هره ورځ خلک ځوروي.
د معترضانو له ډلې هټيوال امامالدین وايي، د راسخ کسانو ترې ۱۲۰ زره افغانۍ، بوټان، کرتۍ او نور وسایل په زوره اخېستي دي.
ورته مطالب:
اعتراضکوونکي: د بدخشان والي دې لرې شي
بدخشان کې واورو د مرکز او ۹ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي
د بدخشان د شهیدانو وارثان د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې له ځنډه شکایت کوي
بل معترض امیرمحمد بیا وايي چې ۱۶ کلن زوی یې د بهارک ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالودود راسخ له لوري وژل شوی او د نورې کورنۍ د خوندیتابه په پار نه غواړي چې وروسته لهدې راسخ د دې ولسوالي د امنیې قوماندان پاتې شي.
دوی ادعا کوي چې د وېرې له امله بازار د خلکو پر مخ تړل شویدی.
خو د بهارک امنیه قوماندان عبدالودود راسخ د دې ادعا په ردولو سره وايي چې معترضو اشخاسو پورې تړلو کسانو څو ورځې مخکې د واده په یو کاروان په برید کې څلور تنه وژلي.
د ښاغلي راسخ په خبره چې معترض کسان د دې ګام په پورته کولو سره غواړي د دې قضیې د مجرمینو د نیولو مخه ونیسي.
بهارک د بدخشان د څه نا څه ناامنه ولسوالیو په کتار کې راځي چې د وردوج نا امنې ولسوالۍ ته نږدې پرته ده. دغه ولسوالي د محلي قوماندانانو د اختلاف له امله کله ناکله د خونړیو جګړو شاهده هم وي.