د سمون او بدلون له پاره د ځوانو فعالانو شبکې په خپل یو تازه کمپاین کې افغانان د پاکستان او طالبانو په خلاف یو موټي کېدو ته را وبلل.
دغه شبکه چې د نږدې ۴۵ مدني بنسټونو څخه جوړه ده، وايي، چې پاکستان په ښکاره د طالب خلاف خو په پټه د وسله والو طالبانو ملاتړی دی.
دوی زیاته کړه، پاکستان په تیرو ۱۴ کلونو کې له وحشت نه ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې له مذهبي بنسټپالو، ترهګرو، د نشه یي توکیو قاچاق او تولید د ځانمرګیو بریدونو په ترسره کولو سره له افغانستان سره د نا اعلان شوي جګړه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی او هغوی ته یې په پاکستان کې بشپړ امن پټنځایونه چمتو کړي دي.
همدا ډول د سمون او بدلون له پاره د ځوانانو شبکې په خپل پریکړه لیک کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې تر هغې له پاکستان سره د سولې په بهیر خبرې وځنډوي تر څو چې پاکستاني لوري د افغان سولې په تړاو خپلې ژمنې نه وي عملي کړي.
دوی همدا ډول له نړیوالو هم وغوښتل، چې د افغان سولې په اړه خپل دريځ روښانه کړي. دوی په امریکا او انګلیستان هم نیوکې وکړې، چې پاکستان سره مالي مرستې یې د ترهګرو د ملاتړ سبب شوي دي.
دغه ځوانانو چې په لسګونو موټر یې دکابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې وګرځول پر بینرونو او پردو یې دپاکستان او طالبانو پر خلاف شعارونه ورکول او له خلکو یې غوښتنه کوله چې،« د افغانستان دردیدلي ولسه! د پاکستان ترهګریزو سیاستونو، طالبانو او ملاتړو پر وړاندې یې یو موټی شئ»
د ځوانانو دغې شبکې یو غړي سید میسم احساني رسنيو سره دخبرو پر مهال وویل، چې په هیواد کې داعش وسله واله ډله هم ور تر بلې پیاوړې کيږي او دوی په دې اړه جدي اندېښنې لري.
د پاکستان په خلاف په افغانستان کې هغه وخت دخلکو په دریځ کې سختي راغله، چې دوه اونۍ وړاندې د شپې په ۱ بجې د کابل شاشهید سیمه کې درنه چاودنه وشوه چې د سر زیان ترڅنګ یې نږدې ۴ سوه ولسي وګړي ټپیان کړل او مېليونونه نغدي تاوانونه یې خلکو ته واړول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خپلو پلټنو کې موندلې چې دغه برید کې د پاکستاني نظامي کړيو لاس و او دهغوی په ملګرتیا ترسره شوی دی.
د شاشهید له پېښې یوه ورځ وروسته په کابل کې د پولیسو په اکاډومۍ کې چاودنې هم تر ۲۷ تنو پورې ووژل او هوايي دګر ته نږدې د قصبې په سیمه کې برید هم مرګ ژوبله د ځان سره درلوده.
په یوه خبري ناسته کې په لومړي ځل افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان تندې نیوکې وکړلې، او پاکستان یې په نه همکارۍ تورن کړ.
غني په خپلو خبرو کې د پاکستان سره د راتلونکو اړیکو په اړه دړکه وکړله، چې څرنګوالی یې دپاکستان د راتلونکې کړنې پورې اړه لري.
د تېرې پنجشنبې په ورځ یو لوړپوړی افغان پلاوی هم پاکستان ته ولاړ، چې د ورستيو پېښو په اړه خپلې موندنې او شواهد پاکستاني لوري ته وړاندې کړي، خو تر اوسه پورې نه ده جوته، چې پاکستاني چارواکو افغان پلاوي ته څه ځواب ورکړی دی؟