قدم شاه: طالبان غواړي خپل ځواک ثابت کړي، خو ناکام دي

د افغانستان لوی درستیز ډګر جنرال قدم شاه شهيم وايي، چې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د طالبانو له لوري بريدونو نه يې هدف نړیوالو، په ځانګړي ډول افغان حکومت او عامو وګړو ته د خپل قوت او ځواک ثابتول دي.

لوی درستیز ډګرجنرال قدم شاه شهیم وايي، طالبان غواړي د خپل قوت د ښکاره کولو لپاره ځېنې سیمې ونیسي.

هغه وویل، طالبانو د همدې پلان له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، غور، بدخشان، کندوز او نورستان کې د ځېنو ولسوالیو د نیولو هڅې وکړې، خو د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ او په خپل پلان کې کامیاب نه شول.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ځواکونو ته وکړې.

د شهيم په وينا، طالبانو غوښتل، چې د غورد چهارسدې ولسوالۍ ونیسي، خو ماتي يې وخوړه.

شهيم وايي، چې په بادغیس، بدخشان، کندوز او نورستان ولايتونو کې د دوی ډله ییز بريدونه شنډ او له ماتو سره مخ شوي دي.

هغه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو هڅې وستایلې او زیاته يې کړه، وسله وال په خپل پلان کې پاتې راغلي دي.

لوی درستیز وویل، طالبانو په تېرو کلونو کې ډېر زیات ظلمونه وکړل او همدا لامل و، چې د عام ولس ترې کرکه کوي، ځکه اوس غواړي خپله جامه بدله کړي.

 هغه د داعش په اړه وویل، دا هماغه وسله وال دي، خو بېرغ يې بدل شوی دی.

د نوموړي په خبره، که هره وسله واله ډله وي، د دې وطن دښمانان دي او د امنیتي ځواکونو دریځ يې پر وړاندې یو دی او دوی يې د مخنیوي لپاره پوره چمتوالی لري.

لوی درستیز په داسې حال کې ختیځ ته سفر کوي، چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش په نوم نوې وسلوالې ډلې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړو هم جدي غبرګونونه وښودل.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل په ننګرهار ولایت کې د داعش د حضور په اړه وویل، چې دغې ستونزې دوی سخت اندېښمن کړي دي او د مخنيوي لپاره يې حکومت قوي پلان جوړ کړی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام