د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مسوولین وايي، د څلورو میاشتو په تېرېدو د دوی موندنې ښيي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو توان نه لري.
د فیفا اجرایوي رییس محمد یوسف رشید د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د نوي پروګرام نه شتون او د ټاکنیزو حوزو نه مشخصول د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناتواني بولي.
د رشید په خبره، د ټاکنو په کمېسیون د هېوادوالو بې باوري یوه جدي مسله ده، چې د ټاکنو کمېسیون مسوولینو ورته جدي پلرنه نه ده کړې.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي سلام وطندارته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نويو غړو د ګومارنې یوازې درې میاشتې کېږي؛ خو دوی توانېدلي د ټاکنو لانجمنې حوزو ستونزې هوارې کړې.
د مېرمن بادغیسي پروینا تراوسه به لا وختي وي، چې د ټاکنو کمېسیون په تړاو وړاند وینه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وايي، اوسمهال د بودیجې ترلاسه کولو پر پلان کار روان دی او ترڅنګ يې له ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د ټاکنو په مرکزي او ولایتي کمېسیونونو کې سمون راوستلو هم د دوی د هڅو بېلګې دي.