د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپټان فیصل شایسته په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کابل ته د پخواني روزونکي پېټرشیګرټ راتګ او د فوټبال فدراسیون یو احتمالي کاندید سره د نوموړي لیده کاته غندلي دي.
فیصل شایسته لیکلي، د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی پېټرشیګرټ هڅه کوي بېرته د فوټبال ملي لوبډلې د روزنې دنده ترلاسه کړي او په همدې موخه یې د فوټبال فدراسیون د ټاکنو لهپاره د یو احتمالي کاندید سره لیدلي ترڅو د هغه په بریالي کېدو سره بېرته روزونکی شي.
شایسته زیاته کړې، پېټرشیګرت د خپل وخت ښه روزونکی و، اوس یې دنده پریښې او باید د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نوې ګومارل شوې روزونکې ډلې ته درناوی وکړي.
نوموړي ویلي، که پېټرشیګرټ له افغانستان او افغانانو سره مینه لري؛ نو له جنجالي کارونو دې لاس واخلي او د خپلو ګټو لهپاره دې فوټبال ملي لوبډله نه تخریبوي.
افغان کپټان زیاته کړې، پېټرشیګرټ لاهم د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له یو شمېر لوبغاړو سره په اړیکه کې دی ترڅو یې د خپلو ګټو لهپاره وکاروي.
د فوټبال ملي لوبډلې کپټان فیصل شایسته له افغانانو غوښتي د هغو خلکو له ملاتړ لاس واخلي چی د افغانستان فوټبال بربادۍ هڅې کوي.
د شایسته پروینا، د نوي روزونکي په روزنه کې افغانستان د سنګاپور او ویتنام خلاف د پخوا په پرتله ښې لوبې وکړې.
کپټان وايي، لوبډله د پېټرشیګرت په شمول هېڅ پخواني ته د بېرته ورتګ اړتیا نه لري.
فیصل شایسته وروسته له هغې په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه څرګندونې وکړې، چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشرۍ لهپاره د کېدونکو ټاکنو یو احتمالي نوماند هارون پوپل سره د پخواني روزونکي پېټرشیګرت د لېدنې انځورنه خپاره شول.
تراوسه هارون پوپل له پخواني روزونکي پېټرشیګرټ سره د لیدنې جزیات نه دي ورکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د هارون پوپل نظر واخلو خو اړیکو ته یې ځواب ورنه کړ.
د فوټبال فدراسیون بیا یوازې په خپله رسمي فیسبوک پاڼه بې له کومې تبصرې د کپټان فیصل شایسته څرګندونې له مینه والو سره شریکې کړي دي.
پېټرشیګرټ د یو کال لهپاره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزنه وکړه او د تېر کال په نومبر میاشت کې یې ملي لوبډلې ته د پخواني کپتان اسلام الدین امیري په ورتګ سره استعفا ورکړه.